د لاس رسي وړ اتصالات

حریري بیا د لبنان صدر اعظم شو 


د لبنان صدراعظم سعد حریري
د لبنان صدراعظم سعد حریري

د لبنان پخوانی صدراعظم سعد حریري، چې شاوخوا یو کال مخکې د ولسي اعتراضونو په نتیجه کې له کاره ګوښه شوی و، د څلورم ځل لپاره د لبنان د سیاسي ګوندونو له خوا د هیواد د صدراعظم په توګه وټاکل شو.

د لبنان د سیاسي ګوندونو استازو د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (لړم ۱) د ۶۳ موافقو او ۵۳ مخالفو رایو په ورکولو سره د لبنان د صدراعظم په توګه انتخاب کړ.

ښاغلی حریري د لبنان د پارلمان د رای اچوونې وروسته په یوه لنډه وینا کې ژمنه وکړه چې د غیر ګوندي کارپوهانو څخه به یو حکومت جوړ کړي او د فرانسې د جمهور رئیس امانویل مکرون له لورې وړاندیز شوي اقتصادي او سیاسي اصلاحات به پلي کړي.

هغه اعتراض کوونکي چې د هغوی د فشار په نتیجه کې حریري استعفا وکړه د پوځي او سیاسي بیا ارزونې او د هیواد د سخت اقتصادي کړکیچ د حل غوښتنه یې کړې وه، هغه کړکیچ چې د کروناویروس د خپریدو او بیا د بیروت په بندر کې د سترې چاودنې په نتیجه کې نور هم شدید شوی دی.

سعد حریري همداشان ژمنه وکړه چې د اګست د څلورمې سترې چاوندې ویجاړۍ به ورغوي. دغه پیښه چې په معاصر تاریخ کې تر ټولو ستره غیر اټومي چاودنه ګڼل شوې ۲۰۰ تنه په کې وژل شوي او څه دپاسه ۶۵۰۰ کسان په کې ټپیان شوي دي او همداشان د بیروت ښار بنسټونو او ودانیو ته یې سخت زیان رسولی دی.

په لبنان کې د سیاسي کړکیچ په زیاتیدو سره په تیر یو کال کې حریري دریم شخص دی چې ورته د حکومت د جوړولو دنده سپارل کیږي. د ښاغلي حریري د استعفا وروسته تیر کال لومړی حسن دیاب او بیا مطصفی ادیب د صدراعظم په توګه ټاکل شوي وو، خو هیڅ یو ونشو کړای چې حکومت جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG