د لاس رسي وړ اتصالات

عظیمي: د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه د هرافغان مسولیت دی


سږکال د تیرکال پر نسبت په افغانستان کې هم د کوکنارو کر زیات شوی او هم د اپینو په حاصل کې زیاتوالی راغلی دی.
سږکال د تیرکال پر نسبت په افغانستان کې هم د کوکنارو کر زیات شوی او هم د اپینو په حاصل کې زیاتوالی راغلی دی.

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیره وايي، چې نشه‌يي توکي د ټولو افغانانو لپاره یو لوی ګواښ دی او هر افغان مسؤولیت لري چې په دې مبارزه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

د افغانستان د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیرې د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې 'د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه کې د علماو ملاتړ' تر نوم لاندې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې دیني عالمان د نشه‌يي توکو د زیانونو په اړه د خلکو د عامه پوهاوي او د دغو توکو د کر او تولید په مخنیوي کې مهم رول لري.

آغلې عظیمي په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کر او تولید زیاتیدو او پر دغو توکو د نږدې ۳ میلیونو افغانانو روږدي کیدو ته په اشارې وویل، چې نشه‌يي توکي په اوس وخت کې د افغانستان او نړۍ لپاره په یوه جدي ستونزه بدله شوې ده.

سلامت عظیمي د افغانستان له دیني عالمانو څخه وغوښتل، چې د جوماتونو او تکیه خانو له لارې د نشه‌يي توکو د زیانونو په اړه خلکو ته عامه پوهای ورکړي او د دغو توکو د کر او تولید په مخنیوي کې خپل مسؤولیت ادا کړي.

هغې وویل "موږ نن غواړو هغو کسانو ته د خپلو عالمانو له لارې خپل پیغام ورسوو، چې زموږ افغانستان له ننګونو سره مخ کوي.

آغلې عظیمي، نشه‌يي توکي د افغانستان د راتلونکي نسل پر وړاندې یوه جدي ستونزه یاده کړه او په دې برخه کې یې له خلکو څخه د همکاریو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د عالمانو د شورا رئیس قیام‌الدین کشاف په دې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له چارواکو څخه وغوښتل چې د نشه‌يي توکو د کر او تولید د مخنیوي او د دغو توکو د زیانونو په اړه عامه پوهاوي ته د جمعې ورځې په خُطبو کې ځای ورکړي، تر څو عام خلک د دغې پدیدې له کر، تولید او استعمال څخه لاس واخلي.

هغه وویل "غوښتنه مې داده چې د لیکلې خُطبې په شکل دا عامه کړي ټولو ته، دا عالمان چې له میمبرونو څخه غږ پورته کړي بې‌تاثیره نه ده".

خو د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر فیض‌محمد عثماني وویل، چې په دې برخه کې پخوا هم د جوماتونو امامانو او دیني عالمانو خلکو ته پوهاوی ورکړی او دې کار ته به په راتلونکې کې هم دوام ورکړي.

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په داسې حال کې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کر او تولید د مخنیوي په اړه خپلې هڅې ګړندۍ کړي چې د افغان حکومت او د ملګرو ملتونو یوه ګډه سروې، چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د تولید او کرکیلې په اړه ترسره شوې ښيي، چې په ۲۰۱۶ کال کې په دغه هیواد کې د کوکنارو کر لس فیصد او د اپینو تولید ۴۳ فیصده زیات شوی دی.

دا سروې ښيي چې په ۲۰۱۶ کال کې ۴۸۰۰ ټُنه اپین په افغانستان کې تولید شوي دي خو تیر کال په دغه هیواد کې د اپینو تولید ۳۳۰۰ ټنو ته رسیدلی وو.

په همدې توګه په روان عیسوي کال کې په افغانستان کې په ۲۰۱۰۰۰ زره هکتاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي، چې دا شمیره په ۲۰۱۵ کال کې ۱۸۳۰۰۰ زره هکتاره ځمکو ته رسیدله.

XS
SM
MD
LG