د لاس رسي وړ اتصالات

د تخلیې عملیات؛ ورک شوی افغان ماشوم خپلې کورنۍ ته وسپارل شو


دغه ماشوم د تخلیې په پروګرام کې د کابل هوايي ډګر کې ورک شوی و
دغه ماشوم د تخلیې په پروګرام کې د کابل هوايي ډګر کې ورک شوی و

هغه افغان ماشوم چې د ۲۰۲۰ د اګست په میاشت کې د کابل د هوايي‌ ډګر د تخلیې په عملیاتو کې ورک شوی و، پیدا او تېره ورځ د جنورۍ اتمه ( مرغومي ۱۸) په کابل کې خپلوانو ته وسپارل شو.

سهیل احمدي د دوو میاشتو و چې د اګست په ۱۹ مې د طالبانو له خوا دکابل له نیولو وروسته د کابل په هوايي ډګر له افغانستان څخه د خلکو د تېښتې پرمهال په ګډوډۍ کې ورک شو.

د تیرکال د نومبر په میاشت کې د رویټرز خبري آژانس د هغه په ورکېدو باندې یو رپوټ خپور کړ چې د سهیل عکس هم په کې و. دغه ماشوم د حامد صافي په نامه یوه ټکسي چلوونکي د کابل په هوايي ډګر کې موندلی و اوله ځان سره یې کورته بیولی و او غوښتل چې د خپل ماشوم په څېر یې لوی کړي.

له اوو اونیو خبرو او زاریو او د طالبانو له خوا د لنډ وخت لپاره د ټکسي چلوونکي حامد صافي له توقیفولو وروسته، هغه په پایله کې سهیل د هغه نیکه او نورو خپلوانو ته چې په کابل کې ژوند کوي وسپاره.

د سهیل نیکه او خپلوان وايي دوی غواړي چې نوموړی په امریکا کې له خپل مور او پلار او خویندو او وروڼو سره چې د تخلیې د عملیاتو په مهال څو میاشتې مخکې له افغانستان څخه وتلي، یوځای شي.

میرزاعلي احمدي چې په کابل کې یې د امریکا د سفارت دساتونکي په توګه کار کاوه او میرمنې یې ثریا ویرېدل چې زوی به یې په ګڼې ګونې کې ژوبل شي .

یو امریکايي عسکر ور باندې د مرستې غږ کوي . دوی په بیړه تصمیم نیسي او خپل دوه میاشتنی ماشوم هغه ته ورکوي.

دوی فکر کاوه چې له دروازې یواځې پنځه متره لرې دي او ژر به ور ورسیږي.

خو میرزاعلي وايي‌ په دې وخت کې طالبان چې تازه یې کابل نیولی و، راغلل او د هوايي ډګر له دروازو سره نږدې خلک یې بیرته شا ته وشړل، د احمدي د کورنۍ نورو غړیو نیم ساعت وروسته وکولی شول چې د هوايي ډګر احاطې ته ور ننوځي. کله چې دوی هوايي ډګر ته ننوتل، سهیل یې پیدا نه کړ.

میرزاعلي په وارخطایۍ سره د خپل زوی لټون پیل کړ چارواکو ورته وویل چې زوی یې ښايي له افغانستان څخه بهر لېږدول شوی او وروسته به ورسره یوځای شي.

میرزاعلي او د کورنۍ نور غړي یې د تخلیې په یوه الوتکه کې قطر ته له هغه ځای څخه جرمني ته او وروسته د تکزاس په ایالت کې د امریکا یوې پوځي اډې ته ولېږدول شول.

د امریکا د دفاع، بهرنیو چارو او کورني امنیت وزارتونو د شنبې په ورځ په دې هکله شویو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

سهیل په هوايي ډګر کې یواځې پاتې و

د تخلیې په پروګرام کې لسګونه زره افغانان واېستل شول
د تخلیې په پروګرام کې لسګونه زره افغانان واېستل شول

په هماغه ورځ چې ماشوم له احمدي او کورنۍ څخه یې جلاشو، حامد صافي په خپل ټکسي موټر کې خپل ورور او د هغه کورنۍ چې د تخلیې په عملیاتو کې له کابل څخه بهر ولېږدول شول، د کابل هوايي ډګر ته ورسول.

صافي وویل، سهیل په ځمکه یواځې پروت و او ژړل یې. هغه زیاته کړه ، هڅه یې وکړه چې مور او پلار یې پیداکړي خو په دې کار بریالی نشو او ماشوم یې خپل کور ته راوړ. صافي درې لورانې لري او وايي مور یې له خپل مرګ مخکې هیله درلوده چې یو زوی هم ولرم.

هماغه وخت ما پرېکړه وکړه چې: "زه دغه ماشوم ساتم که چیرې کورنۍ یې پیدا شوه ورسپارم یې او که نشوه خپله یې لویوم".

صافي د رویټرز آژانس ته وویل چې ماشوم یې د معاینې لپاره ډاکټر ته وښود او د خپلې کورنۍ د ماشوم حیثیت یې ورکړ. محمد عابد یې نوم ورباندې کېښوده او عکس یې د کورنې له نورو ماشومانو سره د فیسبوک خپلې پاڼې ته پورته کړ.

کله چې د هغه د نادرکه کېدو خبر د رویټرز د خبري آژانس په رپوټ کې خپور شو، د صافي ګاوڼډیو د هغه عکس د دغه خبر په ژباړل شوې بڼې کې وپیژانده.

احمدي له خپل خسر ۶۷ کلن محمد قاسم رضوي چې د بدخشان په ولایت کې ژوند کوي او له خپلو نورو خپلوانو وغوښتل چې له صافي څخه غوښتنه وکړي چې سهیل دوی ته وروسپاري.

رضوي وايي له بدخشان څخه یې کابل ته په لاره دوه ورځې او شپې مزل کړی، د صافي کورنۍ ته یې یو پسه، وچه میوه او څو جوړه جامې وروړلې.

خوصافي د سهیل له سپارلو انکار وکړ او ټنیګار یې کاوه چې دی او کورنۍ یې هم باید له ماشوم سره امریکا ته انتقال شي. د صافي ورور چې په کلیفورنیا کې میشت دی وایي ورور یې امریکا ته د تګ لپاره کومه قضیه نلري.

د ماشوم کورنۍ له سره صلیب څخه د مرستې غوښتنه وکړه، خو وايي‌ چې سره صلیب ورته ډیر کم معلومات ورکړل. د سره صلیب یوه ویاند وویل دوی په انفرادي قضیو باندې تبصره نه کوي.

د نورو لارو چارو له لټولو وروسته، رضوي طالبانو ته وویل چې صافي دا ماشوم اختطاف کړی دی. صافي رویټرز ته وویل چې ماشوم یې تښتولی نه دی بلکه ساتنه یې کوي.

د طالب پولیسو یوه سیمه ایز قومندان رویټرز ته وویل چې د دواړو خواوو ترمنځ یې فیصله وکړه، له فیصلې سره سم رضوي وویل د ماشوم کورنۍ راضي شوه چې صافي ته ۱۰۰زره افغانۍ چې ۹۵۰ ډالره کیږي، د پنځو میاشتو لپاره د ماشوم د ساتنې په خاطر ورکړي او صافي ماشوم وروسپاري.

د پولیسو د سیمه ایزې حوزې مسئول حامد ملنګ وویل:" د ماشوم نیکه مونږ ته شکایت وکړ، مونږ حامد د هغو شواهدو له مخې چې زمونږ سره موجود و، پیداکړ، د دواړو خواوو د توافق له مخې به ماشوم خپل نیکه ته وسپارل شي" او ماشوم بیرته خپلوانو ته وسپارل شو.

رضوي وویل، صافي او کورنۍ یې د سهیل په له لاسه ورکولو سخت خواشیني شول.

هغه زیاته کړه:" حامد او ښځې یې ژړل، ماهم وژړل، خو ما ډاډ ورکړ چې تاسو دواړه ځوان یاست، الله پاک به نه یواځې یو بلکه څو هلکان درکړي او له دواړو څخه مې د سهیل د ژغورلو په خاطر مننه وکړه."

د ماشوم مور او پلار، رویټرز ته وویل دوی د خپل زوی د سپارلو بهیر د ویډیو له لارې په خپلو سترګو ولېده.

احمدي او کورنۍ یې د تیرکال د ډسمبر په میاشت کې په ټکزاس کې له پوځي اډې ووتل او اوس د مشیګڼ په ایالت کې ژوند کوي. دوی هیله لري چې سهیل ژر متحده ایالاتو ته راوستل شي.

XS
SM
MD
LG