د لاس رسي وړ اتصالات

ملا برادر نړیوالې ټولنې ته: زمونږ د غریبو خلکو سره مرستې وکړئ


د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په یو ویډیوي پیغام کې په افغانستان کې د احتمالي بشري ناورین د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د مرستو غوښتنه کړې ده.

ملا عبدالغني برادر ویلي چې اوسمهال د افغانستان په زیاتو برخو کې خلک غذایي توکیو، سرپناه، کالیو، درملو او بیړنیو موادو ته اړتیا لري.

ملابرادر په دې پیغام کې ویلي، چې افغانستان په ډیر حساس وضعیت کې دی او د نړیوالو اقتصادي بندیزونو سره مخ دی.

ملا عبدالغني برادر ویلي: "وروستیو اورښتونو ولس ته امیدونه ورکړي، خو د سیلابونو له امله خلکو ته زیانونه هم اوښتي دي، بنآ مونږ د نړۍ په هیوادونو، کمکي سازمانونو او بشري ټولنو غږ کوو، چې په دی حساس وخت کې زمونږ هیوادوال هیر نکړي".

له دې دمخه د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په خپله وینا کې ویلي وو چې د طالبالنو حکومت د خلکو سره د "رزق" ژمنه نده کړې.

هغه خلکو ته وویل چې "د رزق وعده خدای کړې ده" او خلک باید په فریادونو له خدای څخه مرسته وغواړي.

افغانستان کې د تیرې اونۍ له پیل څخه د واورو او باران اورښت پیل شوی، چې له امله یې په ځینو ولایتونو کې د مرکز او ځینو ولسوالیو ترمنځ لارې د تګ راتګ لپاره هم بندې شوي دي. د افغانستان د کرهڼې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې تیره اونۍ په ۳۱ ولایتونو کې بارانونه او واروې شوي دي.

د پیښو سره د مبارزې د وزارت د معلوماتو له مخې تیره اونۍ په یو شمیر ولایتونو کې په طبیعي پیښو کې ۱۱ تنه مړه شوي او ۲۳ تنه نور ټپیان شوي وو. په دې شمیر کې د وروستیو ورځو د احتمالي تلفاتو په اړه معلومات شامل دی.

په ورته وخت کې افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" په یو راپور کې ویلي، چې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې د ۲۶ مې څخه د اګست د ۳۰ مې پورې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې ۲۹ زره او ۱۴۸ تنه د طبیعي پیښو له امله زیانمن شوي دي.

" اوچا" وايي، چې افغانستان زلزلو، موسمي سیلابونو، وچکالیو د ځمکې د ښویدلو او د وارو د ستر ټوټو ښویدلو پیښو سره وخت پر وخت مخامخ کیږي. همداشان " اوچا" وايي، چې په اوسط ډول هر کال تر ۲۰۰ سوه زرو پورې کسان په افغانستان کې د طبیعي پیښو څخه زیان ویني.

په ورته وخت کې د ژغورنې نړیواله کمیټه آی ار سي په یو تازه راپور کې د افغانستان په روان اقتصادي وضعیت اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې د نړیوالومرسته کوونکو هیوادونو له خوا په دغه هیواد کې د پروژو د تمویل درول او د افغانستان بانک د شتمنیو کنګل کیدلو له امله افغانستان د یو ستر مالي بحران سره مخ کړی دی.

"آی ار سي" وايي، چې د نغدو پیسو کمبود د پیسو څخه د افغانانود خلاصیدو معنی ورکوي په داسې حال کې، چې د خوراکي توکو په ګډون د اړتیا وړ توکو بیې مخ په پورته روانې دي. "آی ار سي" ویلي، چې اقتصادي بحران ته نه پاملرنه به بشري مرستو ته د خلکو اړتیا لا زیاته کړي. دغې نړیوالې ادارې افغانانو سره د نغدو پیسو په مرستو ټینګار کړی دی.

د نړیوالو اړیکو یو کارپوه رضا قاسمي امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: "... افغانان په مشکلاتو کې غرق دي یوازې دا مشکلات به کیدای شي د مشکلاتو دایره نوره هم پراخه کړي، بشري بحران به شدت پیدا کړي، د کډوالو دوهمه ستره څپه به د سیمې د هیوادونو او لویدیځ په لور وخوځوي، چې دا پخپله د نړیوالې ټولنې یوه ستره اندیښنه ده".

رضا قاسمي وايي، چې دا بهیر د اګست د ۱۵ مې وروسته پیل شوی او کیدای شي په راتلوونکو میاشتو او کلنو کې هم دوام ومومي.

XS
SM
MD
LG