د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان څه دپاسه ۷۰۰زرو افغانانو ته د مهاجرت کارتونه ویشلي


پاکستان په یو څو میاشتني کمپاین کې ۷۰۰ افغانانو ته د مهاجرت کارتونه وویشل.

پدې دولتي کمپاین کې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په ملاتړ د تیر کال د اپریل په میاشت کې پیل شوی و په پاکستان کې د شاوخوا ۱.۴ میلیون افغان مهاجرو معلومات نوي کړای شول.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ویاند بابر بلوچ، وویل چې افغان مهاجرو ته ځیرک کارتونه ویشل شوي چې د هغوی اوسیدنه یې قانوني کړې او بشري مرستو او نورو کمکونو ته د هغوی لاسرسی آسانوي.

ښاغلي بلوچ زیاته کړه: "نوي پیژند کارتونه د افغان مهاجرو د حفاظت لپاره یوه لازمي وسیله ده او هغوی ته د روغتیایي اسانتیاو، زده کړو او روغتیایي خدمتونو مصوونه او چټکه زمینه برابروي."

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د عالي کنیشنرۍ د معلوماتو په اساس په افغانستان کې د اګست په میاشت کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د افغانستان څه دپاسه ۳۰۰ وګړي پاکستان ته تښتیدلي دي چې زیات شمیر په غیر قانوني توګه دې هیواد ته تللي دي او ښایي وایستل شي.

د ملګرو ملتونو ددې ادارې ویاند زیاته کړه چې تر اوسه ۷۰۰زره ځیرک کارتونه ویشل شوي او ټاکل شوې چې نور پاتې کارتونه د روان کال په لومړیو کې وویشل شي.

دغه کارتونهه د ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰ پورې د اعتبار وړ دي.

د مهاجرت د کارتونو د درلودلو سره سره په پاکستان کې زیات شمیر افغان مهاجر تل د پاکستان د امنیتي ځواکونو د ناسم چلند نه شکایت لري او وایي چې هغوی په بندي کولو ګواښي او ورڅخه پیسې اخلي.

XS
SM
MD
LG