د لاس رسي وړ اتصالات

مبارز او محمدي خپل اوکرایني او ایراني سیالان مات کړل


د ازادو سیالیو افغان اتلانو باز محمد مبارز او روح الله محمدي خپلو اوکرایني او ایراني سیالانو ته ماتې ورکړې.

لوبې تېر ماښام اپریل ۹ (وری۲۱) کابل کې ترسره شوې چې مبارز د دویم رونډ په اوله دقیقه کې اوکرایني لوبغاړی زکا فتح الله مات او لوبه په خپل نوم کړي.

په بلې لوبې کې روح الله محمدي خپل ایراني سیال میلاد شهبازي سره په درې رونډو کې یو هم مات نه شول خو په پاې کې د نمرو پر بنسټ محمدي وکړای شول لوبه خپله کړي.

د تېر ماښام په لوبو کې یو اوکرایني او څلو ایراني ورزشکارانو ګډون کړی و.

له دې مخکې د ازادو سیالیو نورو افغان اتلانو هم لوبې ګټلي دي.

تېره اونۍ حسین بخش صفري په ایګل سازمان کې خپل روسی سیال مات کړ.

له هغه مخکې نصرت حق پرست خپل مکسیکویي سیال او کابل کې هم احمد ولي هوتک خپل برازیلی سیال مات کړی دی.

XS
SM
MD
LG