د لاس رسي وړ اتصالات

د کروناویروس واکسین؛ امریکایي شرکت په لومړي پړاو کې بریالی شو


د بایوتکنالوژۍ یو امریکایي شرکت ویلي چې د کروناویروس واکسین جوړولو لپاره یې لومړنۍ هڅې ښه نتیجه ورکړې ده.

د مودرنا شرکت لومړی ځل د تیر کال د حوت د میاشتې په پای کې د mRNA-1273 په نامه واکسین پر ۴۵ رضاکارو تطبیق کړ.

اوس د څه دپاسه یوې میاشتې وروسته دغه شرکت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په لومړي پړاو کې د ټولو ګډون کوونکو بدن پدغه ازمایښت کې انتي باډي تولید کړې ده.

انتي باډي د ویروسونو پر وړاندې چې بدن ته داخلیږي مبارزه کوي، د ویروس د تکثر مخنیوی کوي او په پای کې ویروس له منځه وړي.

ټولو ګډون کوونکو دوه ځلې ازمایشي واکسین کړی دی. په دغه ازمایش کې ښکیل څیړونکي وایي چې د واکسین په دوهم پړاو کې چې د یوې میاشتې په فاصله کې تطبیق شو د واکسین اندازه یې زیاته کړه چې پدې اقدام سره د رضاکارانو په بدن کې د انتي باډي د تولید کچه هم لوړه شوه.

ددغه شرکت په اعلامیه کې راغلي چې د دوهم پړاو د تطبیق څخه دوه اونۍ وروسته د رضارو ګډون کوونکو د بدن د انتي باډي سطحه د هغو کسانو په کچه وه چې د کووید۱۹ ناروغۍ باندې د اخته کیدو وروسته روغ شوي دي.

څیړونکو ویلي دي چې په دوهم پړاو کې د رضاکارانو له ډلې څخه یوې ۱۵ کلیزې ډلې ۱۰۰ مایکروگرام واکسین ترلاسه کړي وو چې په نتیجه کې یې د بدن انتي باډي په کروناویروس باندې د اخته شویو کسانو څخه لوړه وه.

خو ددې سره سره ددغو معلوماتو له مخې یواځې د اتو تنو انتي باډي د ویروس د مخنیوي توان نه درلود.

د اوو تنو نورو انتي باډي یواځې د ویروس سره د وصل کیدو توان لري خو پر هغه حمله نه کوي. د نورو ګډون کوونکو معلومات لا ندي بشپړ شوي.

په یوه بله څیړنه کې چې په کروناویروس اخته موږکانو تطبیق شوې یو ډول انتي باډي لیدل شوې چې د ویروس د تکثر د مخنیوي توان لري.

د رپوټونو له مخې د مودرنا شرکت ددې واکسین د دوهم پړاو کار جواز ترلاسه کړی چې په هغې کې ۶۰۰ تنو باندې دغه واکسین تطبیقیږي.

دغه شرکت د واکسین جوړولو لپاره د RNAستراتیژۍ نه استفاده کوي چې پدغه ازمایش کې د کروناویروس جنیتیک کود په مستقیمه بیمار ته ترزیق کیږي.

متخصصین وایي چې دRNA واکسیونونه یوې مادې یا موادو ته اړتیا لري چې د واکسین د فعالو محتویاتو د تجزیې مخنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG