د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو له 'بدنام لست' نه د افغانستان د پولیسو نوم وایستل شو


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ملګرو ملتونو د دغه هیواد د پولیسو نوم ددې سازمان له «بدنام لېست» څخه ایستلی دی.

دغه وزارت نن یکشنبه جولای څلورمه ( چنګاښ ۱۳) د یادې پرېکړې د هر کلي ترڅنګ ویلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په ۲۰۲۰ کال کې د ماشومانو او پوځي شخړو په اړه راپور کې د ماشومانو د ګمارنې او ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالي مخنیوي برخه کې د افغانستان د پولیسو د عمل پلان تطبیق بریالی بللی و.

د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۳۸۹ کال کې په جګړه کې د ښکېلو پولیسو په لیکو کې د ماشومانو د حضور له امله د افغانستان نوم په دغه لېست کې ثبت کړی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: "دا پرمختګ د بشري حقونو نړیوالو ارزښتونو ته د افغانستان د حکومت ژمنتیا څرګندوي او د ښه حکومتولۍ نمونه ده."

د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه له نړیوالو بنسټونو او نورو هیوادونو څخه غوښتي چې پر طالبانو او نورو وسله والو ډلو باندې د فشار په راوړلو سره هغوی د ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالي مخنیوي او په جګړیزو لیکو کې له ګمارلو څخه راوګرځوي.

په افغانستان کې په پوځي لیکو کې د ماشومانو ګمارل غیر قانوني دي. تر دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یو فرمان په ورکولو سره په پوځي لیکو کې د ماشومانو ګمارل جرم ګڼلی و.

د افغانستان امنیتي ارګانونو د ملي اردو او پولیسو په پوځي لیکو کې د ماشومانو ګمارل رد کړي و.

افغانستان په ۱۹۹۴ کال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقوقو کنوانسیون لاسلیک کړ او ژمنه یې وکړه چې په امنیتي لیکو کې د ماشومانو د ګمارلو مخنیوی به کوي.

XS
SM
MD
LG