د عبدالله عبدالله په مشرۍ د "ثبات او همپالنې" انتخاباتي ټیم وايي چې د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق د جمهوري ریاست په ټاکنو کې له دغې ډلې سره یو ځای شو.
ښاغلي عبدالله د پنجشنبې په ورځ (اګست ۲۲) په خپل رسمي فیسبوک کې د "ثبات او همپالنې" د انتخاباتي ډلې او د وحدت اسلامي ګوند ګډه اعلامیه خپره کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي دي چې دواړو خواو "د یو موټي افغانستان او ملي وحدت د تضمین، د هېواد د اوسني حساس وضعیت او لویو ملي مسولیتونو په درک کولو سره موافقه وکړه چې د ۱۳۹۸کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې به ګډه مبارزه کوي."
د وحدت اسلامي ګوند ځینو غړو له امریکا غږ سره په خبرو کې دا خپره شوې اعلامیه تاید کړه. ښاغلی محقق تر دې مخکې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د "سولې او اعتدال" په انتخاباتي ډلې کې و.
د "سولې او اعتدال" ډلې ظاهراً په انتخاباتي چارو کې د "ارګ د ښکاره لاسوهنې او غیر قانوني اقداماتو" له کبله خپل انتخاباتي کمپاینونه وځنډول.
خو داسې راپورونه شته چې د "سولې او اعتدال" په انتخاباتي ټیم کې د ستونزو جرړه له ښاغلي اتمر سره د محمد یونس قانوني او عطا محمد نور سیاسي اختلافات وو. دغو دواړو ټېنګار کاوه چې باید ښاغلی اتمر په خپل انتخاباتي ټیم کې د افغانستان لپاره د صدراعظمۍ څوکۍ هم اضافه کړي.
تر دې دمه د "سولې او اعتدال" انتخاباتي ډلې له ښاغلي عبدلله سره د محمد محقق د یو ځای کېدو په اړه څه نه دي ویلي. محمد حنیف اتمر د جمهوري ریاست په را روانو ټاکنو کې د "سولې او اعتدال" ټیم کاندید، محمد یونس قانوني یې لومړی مرستیال او محمد محقق یې دویم مرستیال وو.
ښاغلی محقق د افغانستان په اجرایي ریاست کې هم د عبدالله عبدالله دویم مرستیال دی. هغه په تېرو ټاکنو کې هم د ښاغلي عبدالله په انتخاباتي ټیم کې و، خو لا معلومه نه ده چې په را رونو ټاکنو کې به د ښاغلي محقق اصلي سهم به څه وي.