د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته د روسیې د تیلو په واردېدو د بندیز خبرې تودې شوې


د روسیې څخه د تیلو په واردیدو د بندیز خبرې داسې وخت کې کیږي چې په امریکا کې د تیلو بیې لوړې شوې او د خلکو شکایتونه ډیر شوي.
د روسیې څخه د تیلو په واردیدو د بندیز خبرې داسې وخت کې کیږي چې په امریکا کې د تیلو بیې لوړې شوې او د خلکو شکایتونه ډیر شوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو په کانګرس کې دا بحث تود شوی چې د روسیې د تیلو په وارداتو هم بندیز ولګول شي، په اوکراین د روسیې د یرغل نه وروسته د متحده ایالاتو په ګډون ګڼ شمیر غربي هیوادونو په مسکو اقتصادي بندیزونه ولګول او د هغه هیواد جمهور رئیس ولادمیر پوتین او د بهرنیو چارو د وزیر سرګې لاوروف شتمنۍ یې یې کنګل کړې.

که دا کار وشي د جمهور رئیس ولادمیر پوتین د عایداتو یوه عمده سرچینه به وتړل شي.

د امریکا د سنا په مجلس کې دیموکرات سناتور ډک ډربن دوشنبه مارچ ۷ (کب ۱۶) وویل " دا به څنګه امکان ولري چې مونږ د روسیې څخه تیل او ګاز واردوو او ددې راکړې ورکړې ګټه ولادمیر پوتین ته ورکوو چې د جګړې ماشین پرې وچلوي".

ښاغلي ډربن او سنا د مجلس ۱۱ نورو سناتورانو چې دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي پکې شامل دي په ګډه د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ یوه لایحه سنا ته وړاندې کړې او پکې یې غوښتي چې په موقتي توګه دې د روسیې څخه د تیلو واردات بند او د متحده ایالاتو او روسیې سوداګریزې اړیکې دې هم وځنډول شي.

ښاغلي ډربن او ملګرو سناتورانو یې دا وړاندیز پداسې حال کې سنا ته کړی چې په متحده ایالاتو کې د تیلو بیې لوړې شوي.

ښاغلی ډربن هم منی چې د لایحې په منظوریدو سره به نه یوازې د امریکایانو لپاره بلکې په نړۍ کې د یتلو او ګازو بیې لوړې شي خو زیاتوي چې دې حقیقت ته باید چمتو واوسو.

هغه وایي " دا دیموکراسۍ او آزادۍ د دفاع بیه ده چې باید ورکړل شي. په اوکراین کې خلک دا بیه پخپلو ژوندونونو ورکوي او مونږ به ښایي د تیلو په پمپونو کې لږ څه ډیرې پیسې ورکړو".

د سنا د مجلس تر څنګ د متحده ایالاتو د کانګریس د استازو د خونې مشرې ننسي پلوسي د یکشنبې په ورخ په یو لیک کې لیکلي چې د روسیې څخه په وارداتو د بندیز په قانوني کولو کار روان دی.

په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله وار د مخه په متحده ایالاتو او نړۍ کې د ګازو او تیلو بیې لوړې شوي او د امریکا د کانګرس غړي اندیښمن دي چې د روسیې په وارداتو بندیز به په امریکایانو فشار نور هم ډیر کاندي.

امریکا ته د روسیې په وارداتو د بندیز دا خبرې پداسې حال کې تودې شوي چې ها خوا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو زویر انټوني بلنکین د اروپایي متحدینو سره په خبرو اخته دی او غواړي چې د روسیې د تیلو او ګازو په وارداتو بندیزونه همغږي کړي.

د متحده ایالاتو په پرتله اروپایي هیوادونه تر ډیره حده د روسیې د تیلو په وارداتو متکي دي او سپینه ماڼۍ هم وایي چې ښایي دا اقدام به په کور دننه د جمهور رئیس جو بایډن لپاره سیاسي ستونزې پیدا کړي خو زیاتوي چې پدې هکله په فعاله توګه بحث روان دی.

XS
SM
MD
LG