د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي چارواکي: راتلونکې اوونۍ به امریکا ته د نورو افغانانو د لیږد بهیر پیل شي 


د امریکا نظامي چارواکي هیله من دي چې راتلونکې اوونۍ یو ځل بیا متحده ایالتونو ته له افغانستان څخه د اېستل شویو کسان انتقال پیل شي.

په تیرو دریو اوونیو کې له اروپا او منځني ختیځ څخه د زرګونه کسانو د انتقال بهیر د شرې د واکسین د تطبیق په هدف دریدلی وو.

د امریکا د شمالي قومندانۍ مشر جنرال ګلن وان هیرک د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۳۰ (تلې ۸) خبریالانو ته وویل چې اوسمهال په بهرنیو هیوادونو کې کابو ۱۴ زره افغانان شته چې توقع کیږي امریکا ته راشي.

هغه زیاته کړه، اوسمهال کابو ۵۳ زره کسان د امریکا په مختلفو برخو کې په اتو نظامي مراکزو کې دي چې خپل حد اکثر ظرفیت ته چې ۶۴ زره دی، رسیږي.

جنرال وان هیرک وویل:" زه وړاندوینه کوم چې دلته به الوتنې په نږدې راتلونکې کې پیل شي. راتلونکې اوونۍ به موږ یو څه ووینو ځکه د واکسین د ۲۱ ورځو پروسه به بشپړه شي."

دغه امریکایي جنرال زیاته کړه چې د امریکا په مراکزو کې د ۴۰۰۰ تخیله شویو کسانو صحي معاینات او نور ازمایښتونه بشپړ شوي او په امریکا کې د ژوند کولو لپاره پر شرایطو برابر دي.

اوس چې دا کسان خپلو کورونو ته ځي،په نظامي مراکزو کې به د هغوی ځای له بهر څخه نورو راغلو کسانو ته تش شي.

دغه امریکایي جنرال وویل، ۲۴۰۰ نورو افغانانو هم د ازمایښت پروسه بشپړه کړې او خپلو نویو کورونو ته تللي دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، د تخیلې په جنجالي پروسه کې په زرګونه افغانان د امریکا او یو شمیر نورو هیوادونو له خوا له افغانستان وایستل شول.

خو په اروپا او منځني ختیځ کې کمپونو ته د افغان کډوالو په رسیدو سره سم، د شړې ناروغۍ بیلګې وموندل شوې.

د امریکا د ګمرکاتو او سرحدونو ادارې، ددغه هیواد د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکز په لارښونه، د سپټمبر په ۱۰ نیټه د ټولو افغان کډوالو الوتنې وځنډولې. تخیله شوي کسان د واکسین د اخیستلو په هدف د ۲۱ ورځو لپاره په مراکزو کې پاتې شول څو د واکسین موثریت پیل شي.

دغه امریکایي جنرال وویل چې په مجموع کې د شرې ۲۴ مورده موندل شوي وو چې ۱۲ کسان اوس هم‌ پرې اخته دي.

هغه د پنجشبنې په ورځ وویل چې ټولو افغانانو ته د شرې واکسین ورکړل شوی او د ۲۱ ورځو تم کیدو موده به د راتلونکې اوونۍ په پیل کې پای ته ورسیږي.

د امریکا په مراکزو کې د تاوتریخوالو او نورو مشکلاتو په اړه جنرال وان هیرک وویل چې دوه افغانان د ویسکانسن ایالت په فورټ مک کوی کمپ کې په جنسي تیري تورن شوي‌ دي

هغه زیاته کړه، د وړو نښتو ، وهلو ټکولو او همدارنګه د غلا د اتو موردو په ګډون یو لړ نورې پیښې هم شوي دي.

بلخوا فدرالي چارواکي د تګساس په فورټ بلیس اډه کې پر یوې ښځینه پوځي باندې د دریو یا څلورو کسانو د برید په اړه څیړنې کوي. تر اوسه د پیښې په تړاو څوک نیول شوي ندي او چارواکي هڅه کوي چې یاد کسان پیدا کړي.

جنرال وان هیرک همدارنګه وویل چې شاوخوا ۸۴ سلنه تخیله شوي کسانو تر یوه حده د کرونا واکسین اخیستی دی. هغه وویل د تیرو دریو اوونیو ځنډ دا موقع رامنځ ته کړه چې یاد کسان دویم دوز واکسین هم واخلي. د هغه په وینا یو شمیر کسانو د جانسن یو دوز واکسین اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG