د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: په افغانستان باندې د طالبانو تسلط 'بې حده زړه درونکی' دی


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان باندې د طالبانو مسلط کیدل او د کابل حتمي پرځېدل یې "بې ‌حده زړه دردونکې" ګڼلي او ویلي یې دي چې امریکایي ځواکونه هڅه کوي امریایان او هغه افغانان چې د امریکا سره یې کار کړی له هغه هیواد څخه وباسي.

انتوني بلینکن، نن د اګست په ۱۵ (زمدي ۲۴) وویل چې د امریکایي کارکوونکو مصونیت چې یو شمیر یې لا هم په کابل کې د امریکا په سفارت کې دي او د افغان همکارانو مصونیت "لومړۍ درجه وظیفه" ده.

دغه څرګندونې د هغه انتقادونو د دفع کولو لپاره بیان شوي چې ګواکې واشنګټن د افغان ځواکونو بیړني سقوط ته اماده نه و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سي ان ان خبري شبکې ته وویل: "په هغه صورت کې چې هغوی وغواړي د افغانستان څخه ووځي امریکا به ټول هغه څه وکړي چې په توان کې یې دي".

هغه زیاته کړه چې امریکا له طالبانو څخه هیڅ ډول غوښتنه نلري او هغوی ته یې خبرداری ورکړی چې که د وتلو په بهیر کې یې مداخله وکړه "زمونږ د سمدسټي او قاطع ځواب سره به مخامخ شي".

یو بل امریکایي مقام چې نه یې غوښتل نوم یې ذکر شي د امریکاغږ ته وویل چې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت تخلیه روانه ده.

دغه مقام همداشان زیاته کړه چې په زرګونو امریکایي سرتیري افغانستان ته رسیدلي او د امریکا د سفارت د شاوخوا او د کابل د هوایي ډګر کنترول یې ترلاسه کړی دی.

XS
SM
MD
LG