د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا نږدې ۶۷۰ نور افغان کډوال له پاکستان او تاجیکستان څخه انتقال کړل


د کاناډا د مهاجرت، پناه ورکونکې او تابعیت ادارې (IRCC) دغه هیواد ته له ګواښ سره مخ افغانانو د لیږد د بهیر په دوام ویلي، چې چارشنه اکټوبر ۲۶ یې ۶۶۸ نور افغان کډوال د پاکستان او تاجیکستان څخه کاناډا ته انتقال کړي دي.

د کاناډا د مهاجرت، پناه ورکونکې او تابعیت ادارې (IRCC) د پنجشنبې په ورځ اکتوبر۲۷ ( لړم پنځم) وویل، چې ۳۱۸ افغان کډوال له پاکستان او ۳۵۰ نور له تاجیکستان څخه په دوو چارټر الوتکو کې دغه هیواد ته انتقال شوي دي.

ددغې ادارې د وینا له مخې د کاناډا په مختلفو ښارونو کې د افغان کډوالو د بیا میشت کیدو چارې دوام لري.

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر شان فریزر د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ ( لړم څلورم) د خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې کاناډا ته ددغو نوو افغان کډوالو د رسیدلو وروسته اوس په دغه هیواد کې د میشتو افغان کډوالو شمیر چې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ د میاشتې وروسته کاناډا ته تللي درویشت زره او ۵۰۰ تنو ته رسیدلی دی.

ښاغلي شان فریزر ویلي " کاناډا اوس درویشت زره او ۵۰۰ افغان کډوالو ته ښه راغلاست ویلی دی. نن سهار وختي دوه چارټر الوتکې یوه په تورنټو او بله ایډمونټون کې کښیناستې. مونږ به د ۲۰۲۳ میلادي کال تر پایه د نږدې څلویښت زروکسانو په خوندي ډول د بیا میشت کیدو لپاره خپلو زیاتو هڅو ته دوام ورکړو. زمونږ نوو راغلو ته: کور ته ښه راغلاست ".

کاناډا پخپله خاوره کې شاوخوا ۴۰ زره افغان کډوالو ته د ځای ورکولو ژمنه کړې وه. اکثرو دغو افغانانو په تیرو کلنو کې په افغانستان کې د کاناډا د پوځ او نورو کاناډايي موسسو سره کارونه کړي دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته کاناډا اود امریکا متحده ایالاتو په ګډون څو نورو اروپايي هیوادونو په خپلو هیوادونو کې د زرګونو افغان کډوالو د منلو ژمنه کړې وه.

د تیر ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې له ۱۵ څخه تر ۳۰ مې نېټې لږ تر لږه ۱۲۴ زره افغانان له افغانستان څخه وایستل شو، خو اوس مهال دغه بهیر پڅ شوی دی او په زرګونو په شرایطو برابر افغانان بهرنیو هیوادونو ته د وتلو په تمه دي.

د دې میاشتې په سر کې جرمني هم دغه هیواد ته د افغان کډوالو د لیږد په دوام له ګواښ سره مخ افغانانو د لیږد نوی پروګرام اعلان کړ، چې له مخې به یې زرګونه افغانان دغه هیواد کې میشت شي.

د تیرکال د اګسټ د سیاسي بدلون وروسته په سلګونو زره افغانان بهرنیو هیوادونو ته تللي دي.

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۵ ( لړم درییم) د اروپايي ټولنې د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمیټې ته وویل، چې د تیرکال د اګسټ د بدلون وروسته د نورو هیوادونو سربیره یو میلیون افغان کډوال ایران او څه باندې دوه سوه زره نور پاکستان ته کډه شوي دي.

XS
SM
MD
LG