د لاس رسي وړ اتصالات

نایجریا کې د ښوونځي ۱۳۷ تښتول شوي زده کوونکي خوشې شول- مقامات

دا تښتول شوي زده کوونکي په ۲۰۲۱ کال کې ژغورل شوې وې
دا تښتول شوي زده کوونکي په ۲۰۲۱ کال کې ژغورل شوې وې

په نایجریا کې پوځ او چارواکو نن یکشنبه مارچ ۲۴ (حمل څلورمه) وویل چې د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې د ښوونځي ۱۳۷ تنه زده کوونکي، چې وسله والو تښتولي وو، بېرته خوشي شوي او ټول سلامت دي.

وسله والو د مارچ په اوومه نېټه د نایجریا د کادونا د کوریګا په سیمه کې دا زده کوونکي وتښتول. په دومره شمېر کې او په یو ځل د دومره زده کوونکو اختطاف په نایجریا کې بیساری بلل کېده چې د دغه هېواد په امنیت باندې یې د خلکو انتقادونه هم راوپارولي وو.

په لومړي سر کې ښوونکو ویلي وو چې ۲۸۰ کسان تښتول شوي، خو پوځ وایي ۱۳۷ زده کوونکي ژغورل شوي دي.

د نایجریا د پوځ ویاند ادوارډ بوبا وویل: «ژغورل شوي کسان ۱۳۷ تنه دي چې ۷۶ یې نجونې او ۶۱ یې هلکان دي. دوی د زامفارا په ایالت کې ژغورل شوي چې د نورو اقداماتو لپاره به د کادونا ایالت حکومت ته وسپارل شي.»

نوموړي د فرانس خبري اژانس ته ویلي دي چې ژغورل شوي کسان ټول هماغه دي چې تښتول شوي وو.

د کادونا ایالت والي اوبا ساني په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د کوریګا ښوونځي تښتول شوي ماشومان صحیح سلامت ژغورل شوي. دا رښتیا هم د خوشحالۍ ورځ ده.» نوموړي د دغو زده کوونکو په ژغورلو کې د پوځ او نورو دخېلو ارګانونو او افرادو څخه مننه کړې ده.

د نایجریا رسنۍ وايي د تښتول شویو زده کوونکو عمرونه د اتو او ۱۵ ترمنځ وو.

سیمه ایزې جنايي لوټمارې ډلې، چې د پېسو لپاره خلک تښتوي، د دغو زده کوونکو په اختطاف تورنې شوې وې. چارواکي وايي د پوځ غړو د اختطاف شویو ماشومانو پسې ځنګلونو لټول، خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.

د زده کوونکو کورنۍ وايي اختطافګرو ډېرې پېسې غوښتي، خو د نایجریا ولسمشر تینیبو وايي چې امنیتي ځواکونو ته یې سپارښتنه کړې وه چې پېسې به نه ورکوي.

په نایجریا کې تښتول شوي کسان معمولا د چارواکو سره د خبرو له لارې پرېښودل کېږي، دا هېواد په ۲۰۲۲ کې یو قانون تصویب کړ چې اختطافګرو ته به پېسې نه ورکوي. په نایجریا کې د اختطاف پېښې زیاتې دي.

د دغه هېواد د خطر ارزولو یوه مشورتي اداره وایي چې د تېرکال د مۍ له میاشتې راهېسې ۴۷۷۷ کسان تښتول شوي دي. ځينې کارپوهان وايي چې د نایجریا د خراب اقتصاد له کبله په دغه هېواد کې د تښتولو پېښې مخ په زیاتېدو دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG