د لاس رسي وړ اتصالات

پر اوکراین د روسیې یرغل؛ څه باندې ۳.۳ میلیونه اوکراینیان مهاجر شوي


ملګرو ملتونو د شنبې په ورځ مارچ ۱۹ (کب ۲۸) وویل چې پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه تر اوسه پورې ۳.۳ میلیونه اوکراینیانو خپل هیواد پریښی او ۶.۵ میلیونه نور په کور دننه بیځایه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر فلیپو ګراندې وویل:"خلک د بمونو، هوایي بریدونو او بې سارو ویجاړو له ویرې وتلو ته دوام ورکوي."

د فرانسې خبري آژانس ویلي، کابو ۹۰ سلنه هغه کسان چې وتلي میرمنې او ماشومان دي. له ۱۸ تر ۶۰ کلنو پورې اوکراینیان نظامي دندې ته پر شرایطو برابر دي او نشي کولی هیواد پریږدي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان IOM ویلي دي چې تر چهار شنبې ورځې پورې د دریمو هیوادونو ۱۶۲ زره اتباعو اوکراین پریښی دی.

خو د فرانسې خبري اژانس وایي چې میلیونونه نور کسان له خپلو کورونو وتلي او د اوکراین په پولو کې پاتې دي.

د IOM په وینا، تر چهار شنبې ورځې پورې ۶.۴۸ میلیونه اوکراینیان په کور دننه بیځایه شوي وو.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ لومړۍ اټکل کړی وو چې کیدای شي تر څلور میلیونه اوکراینیان خپل هیواد پریږدي خو دغه سازمان تیره اوونۍ وویل کیدای شي دا رقم نور هم لوړ شي.

له جګړې مخکې له کریمې او په ختیځ کې د روسي پلوو سیمو پرته ، د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې د اوکراین نفوس ۳۷ میلیونه کسان وو.

د کډوالو‌ په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوکرایني اتباع کومو سیمو ته تللي دي:

په لس ګونه زره کسان له پولنډ څخه اوکراین ته داخلیږي، دا ډیری هغه اوکراینیان دي چې جګړې ته ستنیږي خو یو شمیر کسان غواړي خپل ډیر عمره عزیزان له ځان سره بیرته پولنډ ته بوزي.

اکثریت هغه کسان چې له اکراین څخه ګاونډیو هیوادونو پولنډ، هنګري او سلواکیا ته تللي، له هغه ځایه هڅه کوي چې د شنګن سیمې هیوادونو ته داخل شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي:" اټکل کوو چې ګڼ شمیر خلک نورو هیوادونو ته ورغلي دي."

رومانیا:UNHCR وایي چې څه باندې نیم میلیون اوکراینیان له مولدووا څخه په تیریدو رومانیا ته داخل شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس څرګنده کړې چې اکثریت دغه کسان غواړي د اروپا غربي هیوادونو په طرف ولاړ شي.

مولدووا : یو ان اچ سي ار وایي ۳۵۹،۰۵۶ اوکراینیان مولووا ته چې د اروپايي ټولنې غړی ندی او له رومانیا او اوکراین سره پوله لري، داخل شوي دي. دا هیواد د اوکراین له اودیسه سرحدي ښار سره اوږده پوله لري.

اکثریت هغه اوکراینیان چې له جګړو څخه تښتي، له مولدووا څخه تیریږي، یاد هیواد ۲.۶ میلیونه نفوس لري او د اورپا یو له بیوزلو هیوادونو څخه دی.

هنګري: د شمیرو له مخې ۲۹۹ زره و دوه سوه و درې اویا زره اوکراینیان هنګري ته داخل شوي دي.

هنګري له اوکراین سره په پنځو نقطو کې سرحدي مراکز لري. یو له دغو ځایونو ژاهوني ښار دی چې چارواکو یې عامه تعمیرات د کډوالو لپاره د بیړني حالت‌ په ځایونو بدل کړي دي.

سلواکیا: په مجموع کې ۲۴۰ زره اوکراینیان سلواکیا ته داخل شوي دي. سلواکیا له اوکراین سره لنډه پوله لري.

روسیه: ۱۸۴،۵۶۳ اوکراینیانو روسیې ته پناه وړې ده. پر دې سربیره، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ وایي چې د فبروي له ۲۱ څخه تر ۲۳ پورې ۵۰ زره کسان له روسي پلوو دونڅک او لوهانسک سیمو څخه روسیې ته داخل شوي دي.

XS
SM
MD
LG