د لاس رسي وړ اتصالات

مقامات: په لیبیا کې په یو ډله ایز قبر کې څه باندې ۴۰ مړي موندل شوي  

تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په لیبیا کې د ورکو شویو خلکو د ادارې مقامات وايي چې د دغه هېواد د «سرت» په ښار کې، چې د داعش ډلې پخوانی قوي مرکز و، یو ډله ایز قبر موندل شوی او ۴۲ مړي په کې دي.

چارواکي وايي چې په سیمه کې د ډله ایز قبر د موندل کېدو د راپور له ترلاسه کولو وروسته د دوې ټیمونو له دغه قبر څخه «۴۲ جسدونه چې پېژندل شوي نه دي» را اېستلي دي.

د ورک شویو خلکو ادارې ویلي دي چې د عدلي طب «سره په همغږۍ د دغو مړو د ډي ان ای نمونې اخیستل شوي چې تحقیق» وشي، دې ادارې نور معلومات نه دي خپاره کړي.

د «سرت» ساحلي ښار په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کالونو کې د داعش ډلې مرکز و چې د لیبیا په ډېرو برخو کې یې تاوتریخوالی خپور کړ چې او په پایله کې په ۲۰۱۱ کې د ناټو په ملاتړ په یو پاڅون کې د معمر القذافي رژیم هم نسکور شو.

له کور په کور او کوڅه په کوڅه جګړې وروسته د «ملي یوالي حکومت» ځواکونو په ۲۰۱۶ کې د داعش ډله وځپله او سیمه یې ترې پاکه کړه.

دا لومړی ځل نه دی چې په لیبیا کې داسې ډله ایز قبر موندل کېږي، په ۲۰۱۷ کې د مدیترانې ښار ته نژدې په ډله ایز قبر کې د ۲۱ قبطي مسیحیانو مړي وموندل شول چې د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس جهادي ډلو دوه کاله مخکې وژلي وو.

په ۲۰۱۸ کال کې هم د «سرت» په ښار کې د ۳۴ ایتوپیايي مسیحیانو مړي په یو بل ډله ایز قبر کې وموندل شول. د دغه قبر تر موندلو درې کاله مخکې د داعش ډلې د ۲۸ ایتوپيایي مسیحیانو د وژل کېدو یوه ویدیو خپره کړه.

This item is part of
XS
SM
MD
LG