د لاس رسي وړ اتصالات

تېر کال څه باندې ۷۱ میلیون خلک بې ځایه شوي دي- راپور


په سومالیا کې د وچکالیو له امله د بې ځایه شوي وګړو لپاره لنډ مهاله کمپ‌
په سومالیا کې د وچکالیو له امله د بې ځایه شوي وګړو لپاره لنډ مهاله کمپ‌

د څار نړیوالو ټولنو د یوه تازه رپوټ پر بنسټ، په اوکراین کې د تیر کال د جګړې له پیل کیدو راهیسې او په نړۍ کې د طبیعي پیښو له امله، لسګونه میلیونه خلک په خپلو هېوادونو کې دننه بې ځایه شوي دي.‌

د کورنیو بېځایه شویو وګړو د څار بنسټ او د ناروې د کډوالو شورا نن پنجشنبې د مۍ ۱۱مه (غوايي۲۱) په یوه ګډ رپوټ کې ویلي چې په ۲۰۲۲م کال کې نږدې ۷۱.۱ میلیون کورنۍ بیځایه شوي چې د ۲۰۲۱م کال په پرتله، ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

ددغه رپوټ پر بنسټ، تیر میلادي کال د جګړو او طبیعي‌ پيښو له امله ګڼ شمېر خلک‌ دې ته اړ شول چې هېواد دننه څو څو ځلې له یوه ځای څخه بل ځای ته کډه وکړي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر الکساندرا بیلاک وویل چې دا د کورنیو بېځایه شویو وګړو خورا لوړ شمېر دی.‌ هغه زیاته کړه: "د اوکراین جګړه، په پاکستان کې د موسمي سیلابونو راوتل، د نړۍ په ځینو هېوادونو کې تازه نښتې او همدا راز ناڅاپه طبیعي ناورینونه چې د امریکا د لویې وچې څخه بیا تر ارام سمندره پورې موږ یې کتونکي یوو، د کورنیو بیځایه شویو د شمېر د زیاتوالي لاملونه ګڼل کیږي. "

پرله پسې بيځایه کېدل

تیر کال د جګړو او نښتو له امله د کورنیو بيځایه شویو شمېر ۲۸.۳ میلیونه کسانو ته لوړه شوه. دغه ارقام د ۲۰۲۱ م کال په پرتله د کورنیو بيځایه شویو په شمېر کې دوه برابره او د یوې لسیزې په پرتله درې برابره زیاتوالی ښیي.

رپوټ کې همدا راز ویل شوي دي چې تیر کال پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له امله ، نږدې ۱۷ میلیونه اوکراینیان په کور دننه بيځایه شوي دي. رپوټ کې راغلي چې په پاکستان کې د موسمي سیلابونو د راوتلو له امله اته میلیونه خلک د خپلو مینو پريښودولو ته اړ شوي دي.

د یاد رپوټ په یوه بله برخه کې ویل شوي چې د افریقا د وچې سویلي هېوادونو کې د کورنیو بيځایه شویو شمېر۱۶.۵ میلیونو ته لوړه شوې ده. ددغه شمېرې تر نیمايي زیاته برخه د کانګو په ډموکراټیک جمهوریت او ایتوپیا کې د جګړو او نښتو له امله بیځايه شوي دي.

همداراز اټکل کیږي‌ چې په روان میلادي کال کې په نړۍ کې د تازه پيښو د بیلګې په توګه په سودان کې د تازه نښتو له امله چې سلګونه زره سودانیان یې د خپلو مینو پريښودلو ته اړ کړل، د کورنیو بيځایه شویو شمېره لوړه شي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو پر بنسټ، د سودان د جګړې له امله چې د روان کال د اپریل پر ۱۵مه نېټه پیل شوه، تر اوسه ۷۰۰ زره سودانیان په کور دننه بيځایه شوي او همداراز ۱۵۰ نور بیا د هېواد څخه تښتیدلي دي.

د خوراکي توکو د خوندیتوب ستونزه

پداسې حال کې چې په کور دننه بيځایه کېدل یوه نړیواله پدیده ګڼل کیږي، د نړۍ د بې ځایه شویو نږدې درې پر څلورمه برخه یوازې په لسو هیوادونو لکه سوریه، افغانستان، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، اوکراین، کولمبیا، ایتوپیا، یمن، نایجیریا، سومالیا او سودان کې ژوند کوي.

ډیری دغه په کور دننه بېځایه شوي وګړي د کلونو کلونو نا حل شوي شخړو او د تیر کال کې د جګړو له امله د خپلو کورنو او مینو پریښودو ته اړ شوي دي.

د ناروې د کډوالو د شورا مشر ین ایګلنډ وویل:‌" تیر کال شخړې او ناورینونو نه یوازې لویې ستونزې رامنځته کړې، بلکې په پراخه کچه په کور دننه د بيځایه کیدو لامل شوې دی. ددې برسیره، په اوکراین کې جګړې د خوراکي توکو د خوندیتوب نړیوال کړکیچ ته هم لاره هواره کړه او تر ټولو سخت ګوزار یې کورنیو بېځایه شویو وګړو ته ورکړی دی. "

XS
SM
MD
LG