د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان نړیوالې ټولنې ته: سیلاب ځپلو سره مو سخاوتمندانه مرستې وکړئ 


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو نن سه شنبه جنوري درېیمه (مرغومې ۱۳) په یو احساساتي بیان کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د هېواد له سیلاب ځپلو سره یې سخاوتمندانه مرستې وکړي.

ټاکل شوې چې را روانه دوشنبه په ژنیو کې د ملګرو ملتونو او اسلام اباد په کوربتوب یوه غونډه وشي او پاکستان به په کې له نړیوالو مرسته وغواوي.

په پاکستان کې د تېر کال سیلابونو شاتوخوا ۱۷۳۹ تنه مړه کړل او د چارواکو په وینا ۳۳ میلیون نور انسانان یې اغیزمن کړل او اوبو د دغه هېواد یوه په درېیمه برخه لاندې کړې وه.

د دغو سیلاب ځپلیو اکثریت یې اوس په سوړ ژمي کې په ازاده فضا کې بې سرپنا او له کړاوونو ډک ژوند کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو هڅه کوي‌ چې د نړیوالو پام دې موضوع ته واړوي. د اسوشیتډ پرس د راپور په اساس ښاغلي بوټو ویلي دي‌ هدف یې دا دی چې نړیوال د «پاکستان سیلاب ځپلي هېر» نکړي.

ملګرو ملتونو تازه خبردار ورکړی چې د پاکستان له سیلاب ځپلو سره به ټوله شوې مرسته د جنورۍ په ۱۵ نېټه ختمېږي. نړیوالو تېرکال له پاکستان سره د ۸۱۶ میلیون ډالرو مرستو ژمنې وکړې خو ملګري ‌ملتونه وايي چې تر دې دمه یې د دې مرستو یوه په درېیمه ترلاسه کړې.

دا مرستې د سیلاب ځپلو سره د خوراکي موادو، درملو او نورو ضروري توکیو د برابرولو لپاره شوې وې.

بلاول بوټو د سند ایالت په یوې سیلاب ځپلې سیمې «بادین» کې په خپلې تلویزوني وینا کې وویل:« په دې کې د بې ګناه پاکستانیانو هېڅ قصور نشته، مګر د اقلیم د بدلون له کبله یې لوی تاوان ګاللی دی.»

نوموړي ‌وویل چې پاکستان د نړۍ په تودوخې کې ډېر کم رول لري خو بیا هم د دغې ستونزې قرباني دی. کارپوهان وايي چې پاکستان د تودوخې څه کم یوه سلنه کاربن ډای اکساید تولیدوي.

په پاکستان کې هرکال موسمي بارانونه او سیلابونه خلکو ته مالي ‌او ځاني زیانونه رسوي. تېرکال کې د چارواکو په وینا دغو سیلابونو پاکستان ته ۴۰ میلیون ډالر زیان واړوه چې د کارپوهانو په خبره د نړیوالو له مرستې پرته پاکستان نشي کولای ویجاړې شوې سیمې بیا ورغوي.

XS
SM
MD
LG