د لاس رسي وړ اتصالات

له ایران او پاکستان څخه د څه باندې یو میلیون افغان کډوالو راستنېدل او شړل


د طالبانو له راتګ وروسته ډېر افغانان له هېواد څخه د وتلو هڅه کوي او وتلي دي
د طالبانو له راتګ وروسته ډېر افغانان له هېواد څخه د وتلو هڅه کوي او وتلي دي

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا (IOM) وايي، د روان میلادي کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله څه باندي یو میلیون افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بیرته افغانستان ته تللي او یا هم ایستل شوي دي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۱۳ (لېندۍ ۲۲) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د کډوالو زیات شمېر یې په خپله خوښه هیواد ته ستانه شوي او یو شمېر نور یې د ایران او پاکستان لخوا په زوره ایستل شوي دي.

د کډوالو د نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس زیات شمېر کسان چې بیرته افغانستان راغلي قانوني اسناد یې نه لرل او په قاچاقي ډول ایران او پاکستان ته تللي و.

دغه سازمان ویلي چې دا افغان کډوال افغانستان ته په بېرته ګرځېدو سره اوس بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د مهاجرت نړیوال سازمان وايي چې د دغه سازمان کار کوونکو له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي کډوال ثبت کړي، د هغوی سره یې مالي مرسته کړې او د حرفوي زده کړو زمینه یې ورته برابره کړې ده.

په افغانستان باندې د طالبانو تر حاکمیت وروسته او تر هغه مخکې ګڼ شمېر کسان د اقتصادي ستونزو له امله ایران او پاکستان ته کډوال شوي.

تر دې مخکې مرسته رسوونکو سازمانونو ویلي وو چې ایراني چارواکي هره اونۍ زرګونه افغان کډوال په زوره خپل هیواد ته استوي.

یو شمېر افغان کډوال چې د ایران لخوا ایستل شوي فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي چې په ایران کې په نامناسب ځایونو کې اچول شوي وو او ایراني چارواکو ورسره ناوړه چلند کاوه.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې رامنځته شوي وضعیت ته په کتو له هیوادونو څخه غوښتي چې په زوره له خپلې خاورې د افغان کډوالو ایستل بند کړي.

XS
SM
MD
LG