د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو او کیف د اوکراین د غله جاتو د صادریدو تړون وغځاوه 


اوکراین د نړۍ د غله جاتو یو ستر صادرونکی هیواد دی
اوکراین د نړۍ د غله جاتو یو ستر صادرونکی هیواد دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د اوکراین چارواکو د شنبې په ورځ مارچ ۱۸ (کب ۲۷) وویل چې د اوکراین د غله جاتو د صادریدو تړون وغځول شو.

د اوکراین د صدراعظم مرستیال اولیکساندر کوبراکوف پر یو ټویټ لیکلي دي چې تړون د ۱۲۰ ورځو لپاره وغځید خو اردوغان د قرار داد د غځیدو موده نده تائید کړې.

اوکراین، ترکیې او ملګرو ملتونو هڅه کوله چې قرار داد د ۱۲۰ ورځو لپاره وغځیږي خو مسکو د ۶۰ ورځو سره موافقه درلوده.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبینژیا تر دې مخکې ویلي وو مسکو چمتو دی چې د اوکراین د غله جاتو د صادریدو تړون د ۱۲۰ ورځو پرځای یوازې ۶۰ ورځې تمدید کړي.

ښاغلي نبینژیا د جمعې په ورځ مارچ ۱۷ (کب ۲۶) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وینا پرمهال، په ژنیو کې د ملګرو ملتونو له جګپوړو چارواکو سره د روسي پلاوي د دوشنبې په موقف ټینګار وکړ. روسي هیئت ټینګار کړی وو چې د تړون په څرنګوالي کې د بدلونونو د راوستو په هدف د قرار داد د مودې کموالي‌ غواړي.

دغه روسي چارواکي وویل هوکړه لیک په سمه توګه کار نه کوي او ملګري‌ ملتونه باید دا ومني چې د غرب د بندیزونو څخه د روسیې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د استثنا په برخه کې هیڅ نفوذ نلري او هڅو یې هم نتیجه نده ورکړې.

نوموړي همدارنګه ادعا وکړه چې د اوکراین د غله جاتو د صادریدو تړون د یو بشري نوښت څخه د مخ پر ودو هیوادونو په ملاتړ بدل شوی دی کوم چې د خوراکي توکو د قیمتونو له لوړالي سره مخ دي.

خو په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازې لینډا ټاماس ګرینفیلډ د روسیې د استازې د څرګندونو په ځواب کې وویل، نړۍ پوهیږي چې د روسیې خوراکي توکي د اوکراین د جګړې دمخه مودې په څیر صادریږي او کومه ادعا چې مسکو کوي او وایي د غله جاتو د صادریدو په وړاندې یې خنډونه شته، حقیقت نلري.

په داسې حال کې چې د اوکراین د غله جاتو د صادریدو تړون نن شنبه پای ته رسید، د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر مارټین ګریفیتس د جمعې په ورځ مارچ ۱۷ (کب ۲۶) نړیوالو مارکیټونو ته د غله چاتو د رسیدو په هدف ددغه تړون د غځیدو غوښتنه وکړه.

ګریفیتس زیاته کړه، دا هم مهمه ده چې د ملګرو ملتونو او روسیې تړون هم په بشپړ ډول عملي شي. ددغه تړون هدف دادی چې نړیوالو مارکیټونو ته د مسکو د غله جاتو د صادریدو په وړاندې خنډونه لیري شي.

ګریفیس وویل "معنی داره پرمختګونه شوي خو خنډونه شته، په خاص ډول د پرداختونو د سیستمونه په اړه" هغه زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش او د تجارت د برخې مشره ربیکا ګرینسپن به په بشپړ ډول د تړون د عملي کیدو لپاره هڅه وکړي.

د ۱۲۰ ورځو اصلي قرار داد د تیر کال په نومبر میاشت کې نوی شو.

دغه تړون چې په جګړه کې د ښکیلو هیوادونو روسیې او اوکراین ترمنځ د تیر کال په جولای میاشت کې د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب ترلاسه شو، د نړۍ د غله جاتو ستر صادرونکي اوکراین ته اجازه ورکوي چې په تور سمندرګي کې له خپلو دریو بنادرو څخه غله جات صادر کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي‌ کوونکي مارټین ګریفیتس چې د امنیت شورا د غونډي پرانیسته کوله وویل د تورسمندرګي د غله جاتو نوښت په دوامدار شکل په نړۍ کې د خوړو قیمت د کموالي لامل شوی دی.

نوموړي وویل ددغه تړون له مخې، د تیر کال د اګست میاشتې راهیسې کابو ۲۵ میلیونه مټریکه ټنه خوراکي توکي صادر شوي دي او د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام توانیدلی په افغانستان، ایتوپیا، کینیا، سومالیا او یمن کې له بشري کړکیچ سره د مبارزې په هدف څه باندې نیم میلیون متریک ټنه غنم ولیږدوي.

XS
SM
MD
LG