د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت پلاوی د غنمو او تیلو اخیستو لپاره مسکو ته ځي 


د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، ټاکل شوې د دغه وزارت د سرپرست په مشرۍ یو پلاوی د روسیې څخه د غنمو او تیلو د اخیستلو په اړه د خبرو لپاره په نږدې ورځو کې مسکو ته سفر وکړي.

دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې یو پلاوی مسکو ته تللی دی او دا اداره وایي چې افغانستان نیت لري له روسي شرکتونو څخه غنم او تیل واخلي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې ټاکل شوې په نږدې ورځو کې به د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ دغه پلاوی مسکو ته سفر وکړي.

د دغه وزارت ویاند مولانا زهیر امریکا غږ ته په دې اړه وویل چې د دغه پلاوي د سفر هدف د غنمو د اوړو او تیلو په ګډون له روسیې څخه د لومړنیو اړتیا وړ موادو اخیستل دي.

روسیه یو وخت د افغانستان د سوداګرۍ یوه ستر شریکباڼې وه، خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د معلوماتو له مخې اوس مهال د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ډیره ټیټه شوې ده.

ددغې خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، تیرکال افغانستان د روسیې څخه د ۱۶۰ میلیونو ډالرو په شاوخوا کې واردات لرل، چې له دغه هیواد څخه روسیې ته د صادراتو کچه درې میلیونو ډالرو ته رسیدلې وه.

که څه هم افغانستان کې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانیو په بیه کې کوم بدلون نه دی راغلی او د پنجشنبې په ورځ د کابل سرای شهزاده کې یو امریکايي ډالر د ۸۹ نیمو افغانیو په شاوخوا کې تبادله کیده، خو د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمیر ښارونو کې د تیلو په ځانګړي ډول د ډیزلو بیې ډیرې لوړې شوي او تیره ورځ د یو لیتر بیه تر سلو افغانیو پورې رسیدلې وه.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي په اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل وروسته د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر په افغانستان کې هم د خوراکي توکو بیې ډیرې لوړې ختلي دي په ځانګړي ډول، د غنمو د اوړو، غوړیو او تیلو بیې ډیرې پورته ختلي دي.

د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، چې افغانستان ته زیات اوړه او تیل د روسیې او منځنۍ اسیا د هیوادونو څخه راځي چې د روسیې او اوکراین د جګړې وروسته ددغو موادو بیې لوړې شوي دي.

ښاغلي بشیري وویل: "افغانستان کې اکثره خلک د لوږې د کرښې لاندې ژوند کوي که چیرې مونږ د روسیې له حوزې واردات پیل کړو د توکو پر بیو باندې به اغیز وکړي".

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د یو وروستي راپور له مخې افغانستان د نړۍ په هغو شپږو هیوادونو کې شامل دی چې بشري مرستې په دغه هیواد کې د قحطۍ اومیړنیو مخه نیسي.

اوچا وايي، ۱۸.۹ میلیونه افغانان چې د افغانستان د نفوس ۴۵ سلنه جوړوي د اټکل له مخې به سږکال په لوړه کچه د لوږې سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG