د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو: امریکا ۲۷ روسي دپلوماتان باسي


په واشنګټن ډي سي کې د روسیې سفارت
په واشنګټن ډي سي کې د روسیې سفارت

په متحده ایالاتو کې د روسیې سفیر وایي چې واشنګټن ۲۷ روسي دپلوماتان له امریکا څخه وباسي.

په امریکا کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف، د یوتیوب د سولوفیف شبکې سره په مرکه کې وویل: "زمونږ دپلوماتان ویستل کېږي...زمونږ د همکارانو یوه لویه ډله، ۲۷ تنه د خپلو کورنیو سره د جنورۍ په ۳۰ مونږ خوشې کوي...مونږ د کارکوونکو له جدي کمښت سره مخامخ یو."

روسیې له دې دمخه ویلي وو چې د ۲۰۱۶ کال راپدیخوا کله چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکې خړې پړې شوې، امریکا څه دپاسه ۱۰۰ روسي دپلوماتان او د هغوی د کورنیو غړي اړ کړي چې له دې هیواد نه ووځي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا، ویلي دي چې د روان کال د اکتوبر تر ۲۹ پورې د ملګرو ملتونو په ګډون په متحده ایالاتو کې شاوخوا ۲۰۰ روسي دپلوماتان په کار بوخت وو.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې تیره میاشت وویل چې د بندیزونو او د اخراجولو د لړۍ وروسته په روسیه کې د متحده ایالاتو د د ماموریت د کارکوونکو شمیر چې په ۲۰۱۷ کال کې ۱۲۰۰ تنه و اوس ۱۲۰ تنو ته راټیټ شوی دی.

متحده ایالاتو په روان کال کې په مسکو کې د غیر دپلوماتیکو ویزو د ورکولو بهیر وځنډاوه، او د روسیې اوسیدونکي یې د "د کوره ملتونو" په لست کې شامل کړل تر ځو روسان وکړای شي په یو دریم هیواد کې د امریکا ویزه ترلاسه کړای شي.

XS
SM
MD
LG