د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن: د اوکراین په هکله د روسیې د دریځ په وړاندې له هرډول اقداماتو کار اخیستلی شو


کرېن ډانفرایډ - د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د اروپا د چارو مسئوله
کرېن ډانفرایډ - د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د اروپا د چارو مسئوله

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د اوکراین له پولې سره د روسیې د نظامي حضور د زیاتېدو په تړاو ټول انتخابونه تر غور لاندې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اروپا د چارو مسئولې کرېن ډانفرایډ د جمعې په ورځ نومبر ۲۶ ( لیندۍ ۵) وویل چې د شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو به هم د اوکراین په وړاندې د روسیې د اقداماتو په اړه، په راتلونکې اونۍ کې خپل راتلونکي اقدامات اعلان کړي.

امریکا، اوکراین او ناټو ادعا کوي چې روسیه د اوکراین له پولې سره نږدې د خپل پوځي حضور په زیاتولو سره، په اوکراین باندې د برید او د دغه هیواد د اشغال کولو نیت لري، هغه تور چې مسکو، رد کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اروپا د چارو مسئولې همدارنګه وویل چې د ناټو د تړون د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د خبرو اصلي موضوع به د اوکراین پولې ته نږدې د روسي ځواکونو د ځای پرځای کېدو په وړاندې د ناټو دريځ او د راتلونکو اقداماتو څرنګوالی وي.

هغې له اوکراین سره په پوله د روسي ځواکونو ځای پرځای کېدل یو لوی او د معمول خلاف عمل وباله.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو د تړون عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د جمعې په ورځ نومبر ۲۶ ( لیندۍ ۵) وویل که چیرې روسیه د اوکراین په وړاندې له خپل پوځي قدرت څخه کار واخلي، له عواقبو سره به یې مخامخ شي.

ینس سټولټنبرګ د اوکراین په پوله کې د روسي ځواکونو د شمیر له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل چې پوځي اقدام به مسکو ته ګران تمام شي.

مسکو دا اندېښنې دلوېدیځ (له اغراق څخه ډک احساسات) بللي دي.

له دې مخکې، د روسیې دجمهوري ریاست ویاند دیمتري پسکوف، په اوکراین باندې د روسیې د برید د نیت په اړه خپاره شوي رپوټونه رد کړل او وې ویل چې د دغو رپوټونه موخه، د ترینګلتیا زیاتول دي.

کیېف: د کودتا طرحه مو خنثی کړه

په یوې بلې پرمختیا کې، د اوکراین جمهور رئیس ولادیمیر زیلینسکي د ده په حکومت باندې د یوې کودتا د طرحې د خنثی کولو خبر ورکوي.

ښاغلي زیلینسکي د جمعې په ورځ نومبر۲۶ ( لیندۍ ۵) وویل د دغې طرحې پراساس، یو شمیر روسي اتباعو د اوکراین د یوه بډایه تجار رنات احمدوف په مرسته غوښتل چې په راتلونکې اونۍ کې د هغه ترمشرۍ لاندې حکومت نسکور کړي.

ولسمشر زیلینسکي د کودتا د دغې طرحې په هکله نور جزئیات ورنکړل او وې نه ویل چې کریملن د کودتا په دې طرحه کې لاس درلود که نه.

مسکو د ښاغلي زیلینسکي د حکومت پرضد د کودتا په طرحه کې لاس درلودل رد کړل او د اوکراین تر ټولو بډایه سوداګر رنات احمدوف، د اوکراین د ولمسشر دغه ادعا مطلق درواغ وګڼله.

XS
SM
MD
LG