د لاس رسي وړ اتصالات

مرکل: په اوکراین کې د کړکیچ زیاتیدو په صورت کې اروپایي ټولنه باید پر مسکو بندیزونو ته چمتو اوسي


د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۵ (لیندۍ ۴) وویل له پولنډ او بلاروس سره په پوله د اوکراین په ختیځ کې د وضعیت د خرابیدو په صورت کې، اروپایي ټولنه باید پر روسیې د ډیرو بندیزونو د لګولو لپاره چمتو واوسي.

میرمن مرکل په برلین کې له خپل پولنډي‌ سیال متیوز موراویچي سره تر ملاقات وروسته په یوې خبري غونډه کې وویل چې اروپايي ټولنه باید له پولنډ سره په پوله کې له کډوالو سره د بلاروس د چلند او همدارنګه له اوکراین سره په پوله کې د روسیې د نظامي ځواکونو د ځای پرځای کیدو په اړه یو موټی عمل وکړي.

د جرمني صدراعظمي خبرداری ورکړ چې د اوکراین د ملي حاکمیت په وړاندې د زور زیاتي هر ډول اقدام به ناوړه عواقب ولري.

له دې سره سره میرمن مرکل وویل چې تر ټولو لومړی ګام باید د تاوتریخوالو کمیدل وي. د روسیې او اوکراین ترمنځ د تاوتریخوالو په دوام، دواړه هیوادونو نظامي تمرینونه هم پیل کړي دي.

روسیې ته د اوکراین خبرداری

بلخوا د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمترو کولیبا خبرداری ورکړی چې د اوکراین پر خاوره د روسیې تازه برید به ډیر لوړ قیمت ولري.

دغه اوکرایني چارواکي په داسې حال کې خبرداری ورکړ چې روسیه له اوکراین سره پولې ته نږدې د نظامي حضور د زیاتیدو په حال کې ده.

اوکراین، امریکا او ناټو ادعا کوي چې روسیه پر اوکراین د نظامي برید لپاره چمتوالی نیسي، خو مسکو دا تورونه رد کړي دي.

له دې مخکې د اوکراین دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۳ اعلان کړی وو چې د یاد هیواد په ختیځ کې د روسیې تر کنټرول لاندې ځواکونو خپل نظامي چمتوالی ډیر کړی او پراخ تمرینونه یې پیل کړي دي.

کیف او د ناټو غړو هیوادونو د روسیې د اقداماتو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي دي چې د روسیې او اوکراین پولې ته نږدې نظامي تحرکات کولی شي د نظامي کړکیچ د زیاتیدو لپاره لار پرانیزي.

امریکایي چارواکو رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي تر اوسه دا روښانه نده چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیرپوتین به د اوکراین او روسیې ترمنځ د تاوتریخوالو د زیاتیدو په اړه کومه پریکړه وکړي.

خو کرملین د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۳ خبرداری ورکړ چې اوکراین ته به د امریکا د هر ډول مشاورینو او تجهیزاتو استول ، تاوتریخوالي نور هم ډیر کړي.

سي ان ان د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۲ راپور ورکړ چې واشنګټن اوکراین ته د مشاورینو او نظامي تجهیزاتو په استولو غور کوي ، بلخوا روسیې هم له اوکراین سره پولې ته نږدې خپل نظامي حضور ډیر کړی دی.

کیف په ۲۰۱۴ کال کې له روسیې سره د کریمې ټاپو له یوځای کیدو وروسته، د دونتسک او لوګنسک په شرقي سیمو کې د روسیې له طرفداره بیلتون غوښتونکو سره په جګړه کې دی.

روسیې اوسمهال له اوکراین سره پولې ته نږدې په لس ګونه زره پوځیان ځای پرځای کړي. ي او پر دې هیواد یې د نظامي فشارونو د زیاتیدو په هدف پراخ نظامي تمرینونه پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG