د لاس رسي وړ اتصالات

د مسکو "بین الافغاني" خبرو کي د افغان حکومت استازي نشته- طالبان


د مسکو بین الافغاني مذاکراتو کې د افغان حکومت استازي نشته
د مسکو بین الافغاني مذاکراتو کې د افغان حکومت استازي نشته

ټاکل شوې چې نن چهارشنبه د «مۍ ۲۹» په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د طالبانو او یو شمېر افغان سیاستوالو ترمنځ «بین الافغاني» مذاکرات پيل شي.

دغه غونډه په مسکو کې د روسیې او افغانستان د سل کلونو ډپلوماټیکو اړیکو د لمانځنې په مناسبت تر پرونۍ غونډې وروسته تر سره کېږي.

تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي امریکا غږ ته ویلي و، چې په نننۍ بین الافغاني غونډه کې به په روسیه کې افغان سفیر او د سولې عالي شورا رئیس کریم خلیلي هم ګډون ولري.

خو طالبانو ویلي چې یاد دوړه افغان چارواکي په نننۍ غونډه کې ګډون نه لري. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ته په منسوب ټویټر کې لیکل شوي دي عبدالکریم خلیل او لطیف بهاند په «بین الافغاني» مذاکراتو کې نشته.

په خپله افغان حکومت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې تل له طالبانو سره پر مخامخ مذاکراتو ټينګار کړی دی. په پرونۍ غونډه کې په روسیه کې د افغانستان د سفیر لطیف بهاند، د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغان سیاسینو ۲۵ کسیز پلاوي او د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو ۱۴ هیئت ګډون کړی و.

ګډونوالو د روسیې او افغانستان ترمنځ د سل کلونو ډپلوماټیکو اړیکو په مناسبت غونډه کې هم د افغان سولې په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه سره شریک کړل.

په پرونۍ غونډه کې پخوانی ولسمشر حامد کرزي، د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر، د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي، د جمعیت اسلامي ګوند مشر عطاء محمدنور، محمد حنیف اتمر او حاجي محمد محقق وینا وې وکړې چې ډېره برخه کې د افغان سولې په اړه وه.

د غونډې اجنډا

پر همدې مهال د دغه غونډې یوې ګډونوالې فوزیه کوفي امریکا غږ ته وویل، چې د مسکو بین الافغاني غونډه تېره شپه پیل شوې چې نن ورځ به هم دوام ولري.

نوموړې زیاته کړه چې په دغه ناسته کې د دوحې ناستې د تر سره کېدو بر نېټې، اوربند، پر ملکي تاسیساتو او ملکي خلکو د طالبانو د بریدونو د مخنیوي په اړه به خبرې وشي.

هغې وویل "زموږ هیله داده چې یو اوربند ته ورسېږو او دا چې د دوحې ناستې تر سره کېدو نېټه معلومه شي، که چیري دا ونه شي، زه داسې فکر کوم چې د ورته غونډو دوام چې افغانان د یو تغیر هیله ورڅخه لري ناهیلي کړي".

بلخوا د پخواني ولسمشر حامد کرزي ته یوه نژدې کس امریکا غږ ته وویل، چې حامد کرزي تېره ورځ تر غونډې وروسته له ملا عبدالغني برادر سره یو ځای روژه ماتی وکړ.

ویل کېږي چې د غونډې په پای کې به یوه ګده اعلامیه خپره شي. دا د افغان سولې په اړه دوهمه بین الافغاني غونډه ده چې د روسیې په کوربتوب تر سره کېږي.

XS
SM
MD
LG