د لاس رسي وړ اتصالات

ملا برادر: طالبان سولې ته ژمن دي، خو خنډونه باید لیري شي


په مسکو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سل کلنو ډپلوماټیکو اړیکو لمانځنې په مناسبت غونډه پیل شوه.

په دغه غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ترڅنګ په روسیه کې د افغانستان سفیر لطیف بهاند، پخوانیو سیاسي او جهادي مشرانو او د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو ۱۴ کسیز پلاوي هم ګډون کړی دی.

د غه غونډه چې نن سې شنبه د کابل پر وخت شااوخوا یوه بجه پیل شوه د غونډې ګډونوالو د روسیې او افغانستان ترمنځ پر ډپلوماټیکو اړیکو تر رڼا اچولو وروسته په افغانستان کې د سولې پر ټینګېدو خبر وکړې.

د غونډې په پیل کې د روسیې سفیر سرګي لاوروف پخپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان مسله پوځي حل نه لري نوموړي هیله وښودل چې د ډیپلوماټیکو لارې افغانستان ته سوله راشي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې په دغه غونډه کې د افغان سیاسینو د ۲۵ کسیز پلاوي مشري کوي د خپلې وینا پر مهال وویل:"روسیه او افغانستان هغه دوه ملکونه وه چې د یو او بل خپلواکۍ یې په رسمیت وپېژندل... موږ له روسیې سره خپلې اړیکې د ښو اړیکو له جملې څخه ګڼو."

د مسکو دوهمه بین الافغاني غونډه
د مسکو دوهمه بین الافغاني غونډه

نوموړي له روسیې څخه مننه وکړه چې د افغان سولې په اړه یې یاده بین الافغاني غونډه رابللې ده.

کرزي له روسیې څخه وغوښتل چې د افغان سولې په اړه د امریکا، چین او جرمني سره په ګډه د افغان سولې په اړه خپلې هڅې جاري وساتي.

په دغه غونډه کې د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وویل، چې د طالبان سولې ته ژمن دي، خو زیاته یې کړه سولې ته د رسېدو لپاره باید خنډونه له مخې لیري شي او د نوموړي په خبره د افغانستان «اشغال» باید پای ته ورسېږي.

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیوي مشر استاد عطاء محمد نور هم وویل، چې په افغانستان کې روانه جګړه باید پای ته ورسېږي.

هغه وویل:"که چېري موږ او تاسو پر خپل وطن زړه ونه سوځو، که چیري موږ او تاسو په خپل هېواد له دغه وینو او وژنو څخه خلاص نه کړو، له موږ او تاسو څخه بل هېڅ مهربان کس نه پیدا کېږي."

نوموړي زیاته کړه چې له طالبانو سره د ښه اړیکو ټینګېدو غوښتونکی دی او له طالبانو څخه یې د یوې تلپاتې سولې غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي هم وویل،چې په روانه جګړه کې هره ورځ له دواړو خواو لسګونه ځوانان وژل کېږي، چې د مخینوي لپاره یې باید تلپاتې سوله رامنځته شي.

هغه وویل:"تلپاتې سوله هغه مهال رامنځته کېدایشي،چې د دواړو لورو ترمنځ یو شفاف او عادلانه میکانیزم رامنځته شي، د تسلیمۍ روحیه په هېڅ ډول د منلو نه ده نه طالبان دغه طرف ته تلسیم کېږي او نه دغه طرف «حکومت» طالبانو ته تسلیم کېږي."

نوموړي زیاته کړه چې د یو عادلانه میکانیزم له لارې باید روانه جګړه ختمه شي.

د غونډې بل ګډونوال حنیف اتمر هم وویل:" روسیه له افغانانو سره د سولې او ثبات د مرستې په برخه کې د افغانانو یو ښه همکار دی."

د مسکو تېره بین الافغاني غونډه
د مسکو تېره بین الافغاني غونډه

نوموړي هیله وښودل چې د امریکا، روسیې او چین په مرسته د افغان سولې په اړه جدي مذاکرات پيل شي.

حاجي محمد محقق او د جنرال دوستم په استازیتوب هم یوه بل کس په دغه غونډه کې وینا وکړه.

ټاکل شوې سبا د یادو اشخصانو ترمنځ د افغان سولې په اړه دوهمه بین الافغاني غونډه هم تر سره شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي نن سې شنبه امریکا غږ ته وویل، چې د افغان حکومت په استازیتوب په روسیه کې د افغانستان سفیر او د سولې د عالي شورا مشر کریم خلیلي په دغه بین الافغاني غونډه کې ګډون کوي.

د افغان سولې په اړه بله ورته بین الافغاني غونډه په تېره فبروي میاشت کې په مسکو تر سره شوې وه.

خو د ا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت استازي هم په دغه غونډه کې ګډون کوي.

اړوند

XS
SM
MD
LG