د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو له افغانستان سره د خپلو اړیکو سلمه کالیزه لمانځي


مسکو د افغانستان او روسیې تر منځ د ډیپلماټیکو اړیکو د تاسیس د سلمې کالیزې لمانځغونډې ته یو شمیر افغان چارواکي او سیاسیون دغه هیواد ته بللي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې ټاکل شوې، د سې شنبې په ورځ په دغو جوړېدونکو مراسمو کې په مسکو کې د افغانستان سفیر د افغان حکومت په استازیتوب ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي د دوشنبې په ورځ د «غبرګولې پر ۶مه» امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل:"په پام کې ده د افغانستان او روسیې د ډیپلوماټیکو اړیکو د سلو کلونو پوره کیدو په مناسبت یوه ناسته په روسیه کې ترسره شي او د افغان حکومت په استازیتوب به په مسکو کې افغان سفیر پکې ګډون وکړي".

د افغانستان د سولې عالي شورا هم وایي، چې دې مراسمو ته د دغې شورا رئیس محمد کریم خلیلي هم بلل شوی او هغه هم نن له کابل څخه مسکو ته روان شوی دی.

د دغې شورا ویاند غفور احمد جاوید وویل:"د سولې عالي شورا هیله او توقع داده، چې ټولې هغه خواوې یا ټول هغه فعالیتونه چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره کیږي هغه باید د افغانانو سره همغږي وي او ددې تر څنګ دغه فعالیتونه وکولای شي، چې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو ترمنځ زمینه برابره کړي".

د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي پر فیسبوک پاڼه هم لیکلي شوي، چې نوموړی په دې مراسمو کې د ګډون لپاره نن مسکو ته تللی دی.

د ریپوټونو له مخې مسکو طالبانو ته هم په دې مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړې ده، خو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG