د لاس رسي وړ اتصالات

د اعلان شوي لېست څو محدود کسان د قطر غونډې ته بلل کېږي ـ طالبان


طالبانو د افغان حکومت لخوا د قطر د بین الافغاني غونډې د ګډونوالو د شمېر پر زیاتوالې په انتقاد سره ویلي چې د کنفرانس تنظیمونکي له کابل څخه د دومره ډېرو کسانو د بللو پلان نه لري.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۲۸مه»په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د کابل لخوا د اعلان شوي نوملړ څخه به یوازې یو محدود شمېر هغه سیاسي او قومي مخور چې نومونه یې مخکې په وروستي لېست کې راغلي په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي.

د طالبانو په بیان کې ویل شوي:"د کابل لیست جوړونکي باید درک کړي چې دا په یوه لیرې خلیجي هیواد کې منظم او پلان شوی کانفرانس ده، نه د کابل په کوم هوټل کې د واده او کوم بل مناسبت بلنه او میلمستیا."

ولسمشرۍ ماڼۍ د بېلابېلو ډلو له استازو سره تر سلا مشورو وروسته پرون سې شنبه د دوحې د بین الافغاني ناستې د ګډنوالو ۲۵۰ کسیز نوملړ اعلان کړ.

په دغه نوملړ کې د افغان کابینې ۱۱ وزیران، ۷ معینیان، څلور والیان او څلور تنه د خپلواکو ادارو رئیسان او د سیاسي او جهادي ډلو د استازو ترڅنګ، ۵۴ ښځې هم شاملې دي.

ټاکل شوې یاد کسان د روانې اپرېل میاشتې له ۱۹ بیا تر ۲۱مې نېټې په دوحه کې د وسله والو طالبانو له استازو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.

امریکا غږ د پرلپسې هڅو سره سره ونه توانېده چې په دې اړه د افغان حکومت نظر تر لاسه کړي.

په دغه لېست کې د عبدالرب رسول سیاف، ګلبدین حکمتیار او کریم خلیلي نومونه هم نشته.
په دغه لېست کې د عبدالرب رسول سیاف، ګلبدین حکمتیار او کریم خلیلي نومونه هم نشته.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې د مسکو د تېر ورته کنفرانس له تنظیمونو کو څخه و نوم یې د یاد کنفرانس په ګډنوالو کې نشته.

د حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر مسؤل یوسف سها د چهارشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل، چې ښاغلی کرزی له یاد کنفرانس څخه ملاتړ کوي، خو خپله نه غواړي چې په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي.

خو د بلخ پخوانی والي عطاء محمد نور چې نوم یې د دغه کنفرانس په ګډنوالو کې دی د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا له اعلان شوي لېست سره یې د مخالفت په ښودلو سره ویلي چې یاد لېست له حکومتي چارواکو څخه تشکیل شوی دی.

​خو د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري تېره ورځ د دغه لېست تر اعلان وروسته وویل چې یاد لېست د سیاسي، جهادي او نورو اړوندو ډلو له استازو سره تر څو ورځنیو سلا مشورو وروسته ترتیب شوی دی.

XS
SM
MD
LG