د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې په تازه بریدونو کې د ګڼ شمیر اوکراینیانو بریښنا قطع شوې


روسیې د چهار شنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ دویمه) د اوکراین د بریښنا پر یوې تولیدي فابریکې د مزایلو برید کړی چې له امله یې د یو شمیر ښارونو بریښنا قطع شوې او د اوبو رسونې او عامه ترانسپورت جریان مختل شوی دی.

د اوکراین د انرژۍ وزیر ویلي دی چې د بریښنا اکثریت مشتریانو ته د بریښنا جریان قطع شوی دی. بلخوا د اوکراین د لفیف ښار ښاروال ویلي دي چې د بریښنا د بندیدو له امله د هغوی ښاري ترانسپورتي سیستم له مشکلاتو سره مخ شوی دی.

اوکرایني چارواکو ویلي چې د روسیې د بریدونو له امله په ټول کیف ښار کې د اوبو جریان بند شوی، په خارکیف ښار کې بریښنا نشته او ښاري ټرانسپورت دریدلی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي په ملګرو ملتونو کې خپل سفیر ته لارښونه کړې چې د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړي.

ښاغلي زیلنسکي چې د چهار شنبې ناوخته خبري کولې وویل د یو پریکړه لیک په صادرولو سره به د "انرژۍ هر ډول ترور" وغندي.

نوموړي د روسیې احتمالي ویتو ته په اشارې سره وویل" دا بې معني ده. د هغه طرف لپاره د ویتو حق چې دا جګړه، دا جنایتکارانه جګړه یې پیل کړې، تضمین شي."

زیلنسکي وویل امنیت شورا باید اقدام وکړي" موږ نشو کولی د یو نړیوال تروریست سره برمته ووسو."

هغه همدارنګه له ملګرو ملتونو وغوښتل چې اوکراین ته کارپوهان واستوي څو د مهمو بنسټونو ارزونه او څیړنه وکړي.

بلخوا د کیف چارواکو ویلي دي چې پر دې ښار په یو برید کې درې کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د کیف د یوې لیرې پرتې سیمې چارواکو هم څرګنده کړې چې د روسیې په یو برید کې د هغوی په سیمه کې څلور کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

اسوشیټد پرس لیکي چې روسیې د څو اوونیو راهیسې د اوکراین د بریښنا په تولیدي بټیو او نورو بنسټونو د مزایلو او ډرون بریدونه زیات کړيدي.

د اوکراین ولسمشر څرګنده کړې چې د روسیې د بریدونو له امله د هغه هیواد کابو د بریښنا نیمایي بنسټونه زیانمن شوي دي.

اوکرایني چارواکي په دې باور دي چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین غواړي په ژمې کې د کورونو په تیاره کولو او سړولو سره د جګړې د دوام په اړه عمومي افکار بدل کړي خو دغه چارواکي زیاتوي برعکس، دا د اوکراین عزم او اراده پیاوړې کوي.

د اوکراین هوایي ځواک ویلي دي چې روسیې پر هغه هیواد کابو ۷۰ کروز مزایل توغولي چې ۵۱ راغورځول شوي چې پنځه انفجاري ډرون الوتکې وې.

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبیزیا امنیت شورا ته ویلي دي چې مسکو د اوکراین پر بنسټونو ځکه بریدونه کوي چې کیف ته په دوامداره توګه وسلې لیږدول کیږي او کیف د روسیې د ماتیدو لپاره بې پروا هڅې کوي.

د کیف د درې میلیوني ښار چارواکو ویلي دي چې په یاد ښار کې به د استوګڼې کورونو ته بریښنا او اوبه د پنجشنبې په سهار راشي.

ددې خبر په جوړیدو کې د اسوشیټد پرس خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی

XS
SM
MD
LG