د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې موټربم برید ولسي پاڅونوالو ته مرګ‌ژوبله اړولې


ارشیف
ارشیف

د هرات سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د موټربم برید له امله ولسي پاڅونوالو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د هرات والي سید وحید قتالي وايي چې دغه برید تیره شپه ناوخته د کهسان ولسوالۍ په قدوس اباد سیمه کې د ولسي پاڅونوالو په یوې پوستې باندې شوی دی.

ښاغلي قتالي په دغه موټر بم برید کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه ده وړاندې کړې خو ویلي یې دي چې څو تنه ولسي پاڅونوال وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر عارف جلالي امریکا غږ ته وویل چې د پېښې له ځای څخه شپږ جسدونه او څلور ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ډاکټر جلالي په وینا ټول وژل شوي او ټپیان شوي کسان ولسي پاځونوال دي.

تراوسه کوم چا یا ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG