د لاس رسي وړ اتصالات

ستولتنبرګ: ناټو له افغانستانه د ځواکونو د ویستلو په اړه پرېکړه نه ده کړې


د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، ویلي دي چې ددې تړون د دفاع وزیرانو غونډې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شتون او یا ایستلو په هکله تصمیم ندی نیولی.

ښاغلي ستولتنبرګ دغه خبرې د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۸ (سلواغې ۳۰) د د ناټو د دفاع وزیرانو د مجازي غونډې په پای کې وویل: "تر اوسه مو په افغانستان کې د راتلونکي حضور په اړه وروستی تصمیم ندی نیولی خو د مۍ د میاشتې د لومړۍ نینې ضرب الاجل په نژدې کیدو سره به مونږ د متحدینو په توګه مشورو او هم اهنګۍ ته دوام ورکړو."

د ۲۵۰۰ امریکایي پوځیانو په ګډون شاوخوا ۹۶۰۰ بهرني پوځیان همدا اوس د ناټو د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې میشت دي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې او مشورې چارې پرمخ بیایي.

د ۲۰۲۱کال د می تر میاشتې پورې د افغانستان څخه په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو وتل، د طالبانو د تاوتریخوالي کمیدل، د القاعده په ګډون تروریستي ډلو سره ددې ډلې د اړیکو شلول او د سولې د مذاکراتو سره ددې ډلې یوځای کیدل سره تړلي عناصر دي چې د امریکا-طالبانو په موافقه کې واضح شوي دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو تاوتریخوالی لا هم جاري دی او د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو استازو ترمنځ مذاکرات لا هم بې نتیجې دي، د امریکا د دفاع وزارت رپوټ ورکړی چې طالبان لاهم د القاعده شبکې سره اړیکې لري او د القاعده غړي د طالبانو د لیکو او سوق او ادارې په جوړښت مدغم شوي دي.

ښاغلي ستولتنبرګ وویل چې طالبان باید د نړیوالو ترهګرو ډلو سره هم اهنګي او همکاري چې پر لویدیځ باندې د بریدونو لپاره پروګرام شوي بنده کړي. هغه وویل: "اوس باید د [افغانستان] سولې بهیر بیا غښتلی شي...طالبان باید په نیک نیت مذاکره وکړي...تاوتریخوالی راکم کړي."

د ناټو عمومي منشي وویل: "زمونږ هدف دا دی چې په افغانستان کې پایداره سیاسي توافق ترلاسه شي او له هفه هیواد څخه زمونږ وتلو ته زمینه برابره شي."

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال، د امریکا غږ ته وویل چې ناټو د افغانستان د امنیتي او دفاغي ځواکونو نژدې متحد ګڼي. هغه وویل د افغانستان وسله وال ځواکونه او ناټو د ګډ ګواښ په وړاندې ګډه مبارزه پرمخ بیایي او له دې کبله د افغان ځواکونو سره د ناټو د همکارۍ او مشارکت دوام اړین دی.

د ناټو او افغان حکومت ګډه همکاري
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:28 0:00

د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې تصمیم ونیول شو چې په عراق کې ددې تړون پوځي شتون د عراق د وسله والو ځواکونو د زده کړو په مقصد د ۵۰۰تنو څخه ۴۰۰۰تنو ته لوړ کړای شي.

د ناټو عمومي منشي ویلي هر هغه څه چې دغه تړون یې په عراق کې ترسره کوي د عراق د حکومت د اړتیا او غوښتنې په اساس دي او د هغه په وینا داعش لا هم په عراق کې فعالیت لري او باید ددې ډلې د بیا راټوکیدو مخنیوی وشي.

XS
SM
MD
LG