د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې موټربم برید؛ اوه پولیس ټپیان شوي دي


د کندهار سیمه‌ییز چارواکي وايي چې نن له غرمې وروسته د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په ده لاور سیمه کې د پوليسو له یوه مرکز سره نږدې موټر بم چاودنه شوې ده.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزي اشنا رادیو ته وويل بریدګر په چاودیدونکو توکو بار مازدا موټر کې سپور وو چې د پوليسو لخوا وپيژندل شو او د خبرداري پر مهال یې موټر ته چاودنه ورکړه.

هغه زیاته کړه چې په پېښه کې د ده لاور د پوليسو د مرکز ۷ پوليس ټپیان شوي او بل چاته زیان ندی رسیدلی.

خو یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اشنا رادیو ته وويل چې په پېښه کې ۳ پوليس وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.

سرچیني زیاته کړه چې چاودنه ډيره زوروره وه او دپوليسو تاسیساتو ته یې هم زیان اړولی دی.

ارغنداب د کندهار ښار سره په شمالي څنډه کې پرته له تر ټولو امن ولسوالیو څخه ده چي هره جمعه زر ګونه د کسان د کندهار له بیلا بیلو برخو څخه د میلې او تفریح لپاره ورځي.

دوې اونۍ وړاندي هم د یادي ولسوالۍ په ناګهان سیمه کې لس ګونه وسله والو په رڼا ورځ د پوليسو پر مرکزونو بریدونه کړي وو.

د برید مسولیت تراوسه کوم چا یا ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG