د لاس رسي وړ اتصالات

متقي: نه غواړو چې افغانستان د لویو قدرتونو د مقابلې مرکز وي


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي له ټولو هیوادونو سره (اقتصاد محوره) اړیکي لري او په خبره یې افغانستان باید د نړیوالو قدرتونو د مقابلو مرکز نشي.

امیر خان متقي نن یکشنبه مۍ ۲۲ (غبرګولې لومړۍ) د طالبانو د دوهم رهبر اختر محمد منصور د وژل کېدو شپږم تلین کې وویل چې د طالبانو حکومت په سیاسي ډګر کې د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره ښې اړیکې لري.

نوموړي وویل چې اوس مهال د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې د طالبانو سیاسي نمایندګۍ خلاصي شوي او په خبره یې کابل ته د بیلابیلو هیوادونو دپلوماتان هم تګ راتګ کوي.

هغه زیاته کړه: "نه غواړو چې افغانستان په راتلونکي کې د لویو قدرتونو د مقابلې مرکز وي. نن الحمدالله افغانستان د جنوبي او مرکزي اسیا ترمنځ د ترانزیټ بهترینه لار ده. په سلګونو موټر یوې او بلې خواته ځي دا لویه لاسته راوړنه ده."

هغه همدارنګه وویل چې د افغانستان اقتصادي وضعیت اوس مهال د ځینو هیوادونو وضعیت ته چې جګړې پکې نه دي شوي ښه دی.

نوموړي وویل چې په افغانستان کې اقتصادي «ضعف» رامنځته شوی خو په خبره یې قحطي نه ده رامنځته شوې. خو د ملګرو ملتونو اړوند سازمانونو ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې اقتصادي بحران رامنځته شوی دی.

د طالبانو سیاسي مخالفین

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست خپلو سیاسي مخالفینو ته خطاب کې وویل چې دوی له هیواد څخه وتلو ټولو افغانانو ته خپل غېږه خلاصه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه: "موږ هغو هیواد والو ته چي د تشویش له امله له هیواده وتلي خپله غیږ خلاصه کړي، خو که بیا هم څوک د زور او مخالفت فکر کوي د زړه په غوږو دي واوري چي نه د اتحاد جماهر شوروي د یرغل او توپان وخت دی چي نظام یې ړنګ کړ او نه هم د یولس سپټمبر د نیمي نړۍ د ایتلاف او جوش شرایط دي، هسي دي نه ځان خرابوي او نه دي د ملت د دوکه کولو کوښښ کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان شاوخوا ۴۰ سیاسي او مخکښو اشخاصو تیره اونۍ د ترکیې په مرکز انقره کې د عبدالرشید دوستم په کور کې غونډه وکړه او د «افغانستان د نجات لپاره د مقاومت عالي شورا» په تشکیل یې بحثونه یې وکړل.

بلخوا طالبانو تیره ورځ هیواد ته د بیرته راګرځېدو په هدف په بهر کې له مېشتو افغانانو سره د اړیکې نیولو کمېسیون رامنځته کړ.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت د شاوخوا نهو میاشتو په تېرېدو سره تر دا مهاله د هغوی حکومت د کوم هیواد یا سازمان لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د ټول شموله حکومت رامنځته کېدو، د ښځو او نجونو د زده کړو او کار حقوقو پر رعایت او له تروریستي ډلو سره د طالبانو اړیکو پر نه پاللو باندې ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG