د لاس رسي وړ اتصالات

محب له افغانانو بخښنه وغوښتله

د لومړي ځل لپاره د افغانستان د پخواني ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د طالبانو په لاس د جمهوري ریاست په سقوط کې د خپلې برخې ملامتیا له امله بښنه وغوښتله.

محب له بي بي سي سره په یوه مرکه کې د جمهوري ریاست د سقوط په اړه د افغانستان ولس ته په خطاب کې وویل: "هغه څه چې په ما پورې اړه لري، د افغانستان له خلکو بښنه غواړم او هغه څه چې تېروتنه شوې، غواړم سمه یې کړم."

ښاغلی محب د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه، د افغانستان له پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او د پخواني ولسمشر له یو شمېر نږدې ملګرو سره یو ځای د دریو هلیکوپترو په واسطه له افغانستان څخه ووت او متحده عربي اماراتو ته یې پناه یوړه.

ښاغلي محب پداسې حال کې د افغانستان له خلکو څخه بښنه غوښتې چې د جمهوري ریاست له ړنګېدو او په افغانستان باندې د طالبانو د واکمن کیدو وروسته یو شمېر سیاسي اشخاص او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د نورو لامولونو تر څنګ د ښاغلي غني په مشرۍ حکومت او د ښاغلي محب په شمول هغه نږدې کړۍ د جمهوري نظام د سقوط اصلي عامل ګڼي.

خو ښاغلي محب د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په نیمایي کې امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان د نړیوالو همکارانو، د مدني ټولنې فعالانو او رسنیو په ګډون ټولې ډلې د جمهوریت د سقوط مسؤول دي.

ښاغلي محب په دې مرکه کې دا هم وویل چې له پخواني افغان ولسمشر سره یوې وروستۍ پرېکړې ته رسېدلی و چې که جګړه کابل ته ورسېږي، نو ښاغلی غني او د هغه حکومت باید جګړه "بایللې" وبولي او د هغه په وینا کله طالبان د کابل دروازو ته ورسیدل تصمیم ونیول شو چې ښاغلی غني له کابل څخه ووځي.

ښاغلي محب په دې مرکه کې امریکا غږ ته ویلي وو چې د کابل د پرېښودو لپاره د ښاغلي غني پرېکړه یوازې د څو ورځو یا وروستۍ دورې پورې اړه نلري، بلکې د تېرو درېیو کلونو د پېښو او جریانونو پایله وه. هغه وویل چې له افغانستانه څځه د ښاغلي غني د وتلو پرېکړه سل په سلو کې د افغانستان په ګټه وه.

له افغانستان څخه د ولسمشر غني او د هغه د همکارانو د وتلو مخالفانو تر څنګ د افغانستان د پخواني ولسمشر یو شمېر پلویانو هم د ټولنیزو رسنیو له لارې د ښاغلي غني او د هغه د نږدې ملګرو د پرېکړې ملاتړ کړی. دوی استدلال کاوه چې که غني دا کار نه وای کړی، ښايي نن به افغانستان تر اوکراین ډېر ویجاړ شوی وای.

خو ددغه استدلال مخالفانو ویلي چې د اوکراين او افغانستان کړکېچونه دوه بېلابېلې سناريوګانې دي، چې په پرتله کولو سره يې د افغانستان پخوانی حکومت له خپلو مسووليتونو څخه نه شي خلاصیدای.

ښاغلي محب امریکاغږ سره د مرکې په ګډون په څو مرکو کې، په تکرار سره ویلي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د سقوط په حال کې وو او او د وینو د تویدنو او د کابل ښار د ویجاړیدو د مخنیوي په خاطر او د پخواني ولسمشر ژوند ته د ګواښ د پیښیدو په خاطر له افغانستان څخه د وتلو پریکړه وشوه.

محب د افغان حکومت له څو د ګوتو په شمیر پخوانیو چارواکو څخه دی چې وخت نا وخت له رسنیو سره مرکې کوي او په دې وروستیو کې یې په لندن کې له یو شمېر محصلینو سره د خبرو پر مهال په افغانستان کې د جمهوریت د سقوط پر لاملونو خبرې کړې دي.

د افغان حکومت ددغه پخواني چارواکي د وینا پر وخت د وینا د ځای تر شا ځینې افغانان راټول شوي وو او د هغه پر ضد یې شعارونه ورکول. پر دې سربیره د پوښتنو او ځوابونو له غونډې وروسته یوې افغانې زده کوونکې پر ښاغلي محب لفظي برید وکړ او ویې ویل چې باید محاکمه شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG