د لاس رسي وړ اتصالات

اوزبکستان له طالبانو سره د تعامل په لټه کې دی 


اوزبکستان وایي چې له طالبانو سره په ډیرو مسایلو کې تعامل لري او وایي چې دغه ډله باید د یو واقعیت په توګه ومنل شي خو تاکید کوي چې د نړیوالې ټولنې څخه وړاندې به د دغې ډلې حکومت په رسمیت ونه پيژني.

د افغانستان په چارو کې د اوزبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی او مشاور عصمت الله ارګاشف وایي مونږ به افغانستان په یواځې توګه په رسمیت ونه‌ پیژنو. تر څو چې دغه کار کیږي، مونږ غواړو چې په دې اړه جمعي حمایت او غږ موجود وي.

ټولشموله حکومت، د بشر حقونو او په ځانګړې توګه د میرمنو حقونو ته درناوی او د نړیوالو ترورستي ډلو سره د اړیکو پرې کول د طالبان په رسمیت پيژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې له شرطونو څخه دي.

خو ښاغلی ارګاشف په دې باور دی چې طالبانو ته په چټکۍ دغه شرایط برابرول ستونزمن کار دی.

هغه وویل :" لږ تر لږ ۲۰ کاله طالبانو له غرب او د هغوي ماموریت سره جګړه وکړه. هغوي د طالبانو په اصولو برابر یو نظام رامنځته کیدو وعده کړې وه. ځنګه کولی شو له هغوي‌ څخه تمه ولرو چې په دومره چټکۍ سره خپله برنامه بدله کړي؟ "

خو ښاغلی ارګاشف زیاتوي چې طالبان پدې پوه شوي چې په نړیواله کچه په رسمیت پيژندلو لپاره اړ دي چې ځینې بدلونونه رامنځ ته کړي. هغوي وخت ته اړتیا لري، مونږ په دې اړه له امریکایانو او اروپایانو سره خبرې کړي دي.

ښاغلی ارګاشف زیاته کړه چې ولسمشر شوکت میرضایف افغانستان د مرکزي اسیا د نه جلا کیدونکې برخې په توګه ګڼي او وايي چې مونږ په ګډې راتلونکې کې ګڼې ګټې وینو او دا مونږ ته ارزښت نلري‌چې هلته څوک واکمن دي.

اوزبکستان په دې وروستیو کې افغانستان ته د بشري مرستو د انتقال په یو مهم مرکز بدل شوی چې د نړیوالو مرسته کوونکو هیوادنو لخوا هم ستایل شوی دی.

XS
SM
MD
LG