د لاس رسي وړ اتصالات

بې پولې ډاکټرانو سازمان: سږکال مو د نږدې ۲۷۰ زرو ناروغانو درملنه کړې


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) وايي چې په دغه هیواد کې ددغه سازمان روغتونونو ته د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ناروغانو په شمیر کې د تیرکال پرتله زیاتوالی راغلی دی.

افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان د یکشنبې په ورځ نومبر۱۲ (لړم۲۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي چې د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ او جون د میاشتو ترمنځ ددغه سازمان روغتونونو ته څه باندې ۲۶۸زره ناروغانو مراجعه کړې ده.

دغه سازمان ویلي چې په دغه شمیر کې نژدې ۱۸۰زره تنو یې په عاجلو خونو کې روغتیايي مشورې ورکړل شوي، څه باندې ۵۰زره نور یې بستر شوي دي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان د بلخ ، هرات او هلمند ولایتونو په ګډون د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې اته روغتونونو ته روغتیايي خدمتونه برابروي.

دغه سازمان د روان ۲۰۲۳ کال د سپټمبر ۱۴ (وږي ۲۲) په یوه اعلامیه کې ویلي و چې "د روان کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې ددغه سازمان د جراحۍ ټیمونو له ۹۷۰ څخه زیات عملیات پر هغو ناروغانو ترسره کړي، چې د بدن ځینې برخې یې د اور سوځیدلو پیښو کې سوځیدلې وې.

د بې پولې ډاکټرانو د سازمان د شمیر له مخې په ۲۰۲۲ کال کې ددغه سازمان روغتیايي ټیمونو په افغانستان کې د ۲۱۱۰ پیچلو زیږیدنو د پیښو په ګډون ۴۳ زره زیږیدنو او د مور او ماشوم د ژغورنې لپاره عملیات ترسره کړي دي.

افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو وروسته ددغه هیواد د روغتیا سکټور سره هم مرستې کمې شوي دي.

د اګست په ۳۱ د سره صلیب نړیوالې کمیټې د هغو ۳۳ روغتونونو مسوولیت د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ته وسپاره، چې د نږدې دوو کلنو راهیسې یې دغو روغتونونو ته د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو د معاشونو د برابرولو ترڅنګ ناروغانو ته درمل اود روغتونونو د چلولولپاره ورځیني مصارف هم برابرول.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي، چې ددغو ۳۳ روغتونونو له لارې شاوخوا اوه میلیونو کسانو ته روغتیايي خدمتونه برابریدل. دغې ادارې ویلي و، چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د دغو روغتونونو د مسوولیت د اخیستلو پر مهال ویلي، چې د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو معاشونه او هم د روغتونونو ورځیني مصارف به د وزارت د بودیجې څخه برابر کړي، خو ناروغانو ته د درملو د برابرولو امکانات په لاس کې نلري.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په افغانستان کې په روان ۲۰۲۳ کال کې څه باندې ۲۴.۴ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG