د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنې افغانستان کې د رواني روغتیا د ښه کیدو لپاره ۱۰ میلیون یورو ځانګړي کړل


د روغتیا نړیوال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د رواني روغتیا د ښه والي او د نشه یي توکو د استعمال د اختلالاتو د مخنیوي لپاره اضافي لس میلیونه یورو (۸۰۰ میلیونه افغانۍ) ځانګړي کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان او د مخدره توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو دفتر به په دې اضافي مرستې سره، د رواني روغتیا ملاتړ او د ښځو او نجونو په ګډون د خطر سره مخامخ افغانانو لپاره د مخدره توکو او اعتیاد د درملنې خدماتو ته لاسرسی پراخ کړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې (سرپرستې) شارژدافیرې، رافایلا آیوډایس وویل: "دا مهمه ده هغه خلک چې د رواني روغتیا ستونزې لري او د مخدره توکو د استعمال په اختلالاتو اخته دي هراړخیزو روغتیایی خدماتو ته لاس رسی ولري او په ټولنه کې د هغوی د بیا ادغام سره مرسته وشي."

د روغتيا د نړيوال سازمان په اعلاميه کې راغلي چې افغانستان څه باندې څلور ميليونه په نشه يي توکو روږدي لري او په دغه هېواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي او دا کار د دې لامل شوى چې روږدي کسان درملنې ته لاسرسى ونه لري.

په افغانستان کې د دې سازمان استازي لو داپنګ وویل: "د افغانستان د زیانمنو خلکو د رواني روغتیا د ملاتړ د اسانتیاو او د مخدره توکو د درملنې او بیارغونې خدماتو ته د لاسرسي لپاره د اروپایي اتحادیې ملاتړ اړین دی."

اروپايي اتحادیې ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان او د مخدره توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو له دفتر سره په همغږۍ غواړي د پیچلو رواني روغتیا مسلو ته دوامداره حل لارې رامینځته کړي.

هغه بودجه چې دې اتحادیې د ۲۰۲۲ کال لپاره چمتو کړې وه، په افغانستان کې یې د رواني روغتیا او د مخدره توکو د استعمال زیږنده اختلالاتو په اړه مهم رول ولوباوه، چې د معتادینو درملنې مرکزونو بیارغونه او تاسیس کول په کې شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG