د لاس رسي وړ اتصالات

روبرت مولر د ټرمپ د تورنیدو په اړه څه وویل؟


د ځانګړي تحقیقاتي کمیسیون مشر روبرت مولر
د ځانګړي تحقیقاتي کمیسیون مشر روبرت مولر

په ۲۰۱۶ کال کې د ډانلډ ترمپ د کمپاین او د روسیې د سازش په اړه د ځانګړي تحقیقاتي کمیسیون مشر روبرت مولر وايي د عدلیې وزارت د پالیسۍ له مخې برحال جمهور رئیس په فدرال جرم نشي تورنیدای.

ښاغلي مولر د خپلو تحقیقاتو له پیل څخه راپدیخوا د لومړي ځل لپاره د چهار شنبې په ورځ د ( مې په ۲۹) په عام محضر کې خبري وکړې او ویې وویل، اساسي قانون، د جزا قانون پرته د یوه برحال جمهور رئیس د خلاف کاریو په اړه یوې پروسې ته ضرورت لري.

هغه په دې اړه خپل ماموریت پای ته رسیدلی وګاڼه او دا موضوع یې نوره د کانګرس پورې اړونده وبلله.

د ځانګړي تحقیقاتي کمیسیون مشر روبرت مولر دا رد کړه چې ده جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ ته د قانون د پلې کیدو د مخنیوي په برخه کې برائت ورکړی خو هغه وویل، د فدرال قوانینو له مخې په جرم د ولسمشر تورنول یو انتخاب نه وو.

روبرت مولر وویل:" که موږ په واضح ډول مطمین وای چې ولسمشر جرم ندی کړی دا به مو ویلي وای."

جمهور رئیس ټرمپ ، د مولر تر څرګندونو لږ وروسته د یوه ټویټ په کولو د کافي شواهد د نه شتون له امله ځان بیګناه وباله.

د کانګرس دیموکراتانو د مولر تر بیان وروسته ډیر ژر غبرګون وښود. د استازو د مجلس د قضایه کمیټې مشر جیرې ندلر وویل: " لکه څنګه چې مولر یوځل بیا نن سهار وویل، دا د کانګرس پورې اړه لري چې د جمهور رئیس ټرمپ جرم، درواغو او نورو خلاف کاریو ته ځواب ووایي. دا به وکړو."

مولر د خپل راپور په نتایجو ټینګار وکړ او ویې ویل روسیې د امریکا په ټاکنو کې مداخله کړې خو ددې لپاره چې د ټرمپ کمپاین له مسکو سره په سازش تورن شوی وای ، کافي شواهد موجود نه وو.

XS
SM
MD
LG