د لاس رسي وړ اتصالات

محقق د برمته مسافرو په اړه د کویټې شورا ته هئیت استولی


محقق وویل چې حتی د دغو کسانو د خلاصون لپاره یې د طالبانو یو چارواکي ته کراچۍ ته هئیت استولې وو.
محقق وویل چې حتی د دغو کسانو د خلاصون لپاره یې د طالبانو یو چارواکي ته کراچۍ ته هئیت استولې وو.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د اجرائیه رئیس دویم مرستیال حاجي محقق وایي چې د کابل کندهار په لویه لاره د برمته شویو یودیرش مسافرو د خلاصون لپاره یې د طالبانو د کویټې شورا ته غیر رسمي هئیت استولی دی.

ښاغلي محقیق د جمعې په ورځ د استاد عبدالعلي مزاري د شلم تیلین په مناسبت په کابل کې یوې لویې غونډې ته په وینا کې وویل چې طالبانو سره د دغه هئیت د کتنې وروسته طالبانو یوه فتواه هم صادره کړې چې په کې د دغو ۳۱ بندیانو د خوشې کیدلو غوښتنه شوې ده.

ښاغلي محقق وویل " ما له نورو غیر رسمي لارو کویټې ته هیتونه استولي دي، څومره زمونږ کسانو په خپلو پښو منزل وهلی په غرونو کې ګوډ شوي خو هغوی ته ورغلل او ورته يې وویل چې ای کور آبادو دا خو خوار بې وزلي کسان دي دا ولې تاسې نیسئ، د هغوی شورا فتوا ورکړې ده چې دوی باید خلاص شي دا بې غرضه کسان دي او مسافر دي".

محقق وویل چې حتی د دغو کسانو د خلاصون لپاره یې د طالبانو یو چارواکي ته کراچۍ ته هئیت استولې وو.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د اجرائیه رئیس دویم مرستیال دا و نه ویل چې دغه هئیت کې څوک شامل وو او هلته یې د طالبانو له کومو چارواکو سره خبرې کړي دي.

طالبانو د حاجي محمد محقق څرګندونو ته ځواب نه دی ورکړی خو په یوه اعلامیه کې چې تیره اونۍ یې خپره کړه د مسافرو په برمته کولو کې خپل لاس لرل په کلکه رد کړي دي.

طالبانو په دغه اعلامیه کې ویلي چې د دې مسلې د ارزولو لپاره یې یو پلاوی ټاکلې وه چې د دغه پلاوي ارزونو دا وښوده چې برمته شوي مسافر د دوی د وسلوالو له خوا نه دي برمته شوي.

د حوت په پنځمه د وسلوالو کسانو یوې ډلې زابل ولایت په حدودو کې د کابل کندهار په لویه لاره د مسافرو د یو بس موټر نه ۳۱ سپرلۍ ښکته او د زابل ولایت دخاک افغان ولسوالۍ ته یې وړي دي.

افغان حکومت د دغو مسافرو د ژغورولو لپاره په دغه ولسوالۍ کې پراخه پوځي عملیات ترسره کړل خو تراوسه لا د برمته شویو مسافرو څرک نه دی لګیدلی.

د دغو مسافرو د خلاصون لپاره په کابل او مزارشریف ښارونو کې د مدني ټولنې د غړو له خوا غونډې هم شوي دي خو تراوسه لا دا هم نه ده معلومه چې یرغمل نیوونکو د دغو مسافرو د برمتې نه هدف څه دی.

د مدني ټولنې د غړو له خوا د دغو مسافرو د خلاصون غوښتنو ترڅنګ افغانستان پخواني جمهوررئیس حامد کرزي هم د هغوی د خوشې کیدلو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي کرزي نن هم د مزاري د تلین په غونډه کې وویل چې تیره اونۍ د کابل په ښار کې په یوه خانقاه برید او ددغو مسافرو برمته کیدل د مشکوکو کسانو له خوا ترسره شوي دي.

پخواني جمهور رئیس وویل چې په افغانستان کې ناامني بهرنۍ ریشه لري.

ښاغلي حامد کرزي وویل "له همدې امله باید ټول د خپل دولت شاته ودریږو او خپل جمهور رئیس او اجرائیه رئیس ملاتړ وکړو".

د مزاري د تلین غونډې ته اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په خپله وینا کې که څه هم په دې مسله خبرې و نه کړې خو هغه د افغانستان د ټاکنیز سیستم د شفافیت په هکله څرګندونې وکړې او و يې ویل چې د افغانستان خلک پرته د ټاکنیزو کمیسیونو او سیستم د اصلاح په بل څه نه قانع کیږي.

ښاغلي عبدالله وویل "آزادې ټاکنې د افغانستان د خلکو غوښتنه او اړتیا ده او هم یوه د ډیرو اساسي مسلو څخه چې په هغه تړون کې چې د ملي یووالي د حکومت د جوړیدلو سبب شو د ټاکنو د سیستم او نظام اصلاح ته ځای ورکړل شوی".

اجرائیه رئیس وویل، دا په ډیر ټینګار سره وایي چې او له همدغه ځایه یې اعلانوي چې د افغانستان خلک به پرته د ټاکنو د سیستم اوټاکنیزو ادارو او هم د شفافو ټاکنو په بل څه قانع نه شي.

XS
SM
MD
LG