د لاس رسي وړ اتصالات

نانسې پلوسي: د ټرمپ له مواخذه کیدو سره احتیاط پکار دی


د کانګرس دیموکراته مشره نانسي پلوسي
د کانګرس دیموکراته مشره نانسي پلوسي

په داسې حال کې چې کانګرس د مالي سرغړونو او په ۲۰۱۶ کال کې له روسیې سره د ډانلډ ټرمپ د کمپاین د احتمالي اړیکو په اړه تحقیقات زیات کړی د کانګرس مشره نانسي پلوسي وايي له واک څخه د جمهور رئیس د لرې کیدو له مسلې سره احتیاط پکار دی.

کانګرس د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د پخواني مدافع وکیل مایکل کوهن د تیرې اوونۍ د شهادت ورکولو وروسته اوس د جمهور رئیس د داخلې حلقې په اړه د شاوخوا ۸۰ څخه د اسنادو غوښتنه کړېده.

د کانګرس مشرې نانسي پلوسي وویل دا اقدامات له واک څخه د ولسمشر د لرې کیدو هڅې ندي" مواخذه کیدل زموږ په هیواد کې یوه اختلافي موضوع ده، راځئ ولیدل شي حقیقت څه دی، قانون څه وايي او د جمهور رئیس رفتار څه ډول دی"

میرمن پلوسي وویل، د روبرټ مولر په مشرۍ د ځانګړي تحقیقاتي کمیسیون د کار تر پایه ته رسیدو پورې احتیاط مهم دی. دیموکراتان هم فکر کوي چې په اوسنیو حساسو سیاسي شرایطو کې د مواخذه کیدو معیارونه لوړ دي.

اخوا سپینه ماڼۍ وايي له روسیې سره د ټرمپ د کمپاین د اړیکو په اړه د دیموکراتانو ادعاوې مخ په زوال دي.

جمهوري غوښتونکي چې د جمهور رئیس تر څنګ ولاړ دي وايي په شویو څیړنو کې یې د اوسني جمهور رئیس په اړه څه ندي موندلي.

خو که ټرمپ کورنۍ او د هغه د تجارت نور همکاران د غوښتل شویو اسناد په برابرولو کې ناکام شي،د دیموکراتانو دریځ روښانه دی، بل ګام به احضار کول وي.

کانګرس اقدامات
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00

XS
SM
MD
LG