د لاس رسي وړ اتصالات

محکمه: که پرویز مشرف مړ هم شو، جسد یې باید وځړول شي


د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف
د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف

په پاکستان کې یوې محکمې د دغه هېواد د پخواني‌ ولسمشر جنرال پرویز مشرف په اړه یوه بله عجیبه پرېکړه کړې ده.

د پنجشنبې په ورځ (دسمبر۱۹) په پاکستان کې دغې ځانګړې محکمې وویل که پرویز مشرف د محکمې د اعدام د حکم له تطبیقولو مخکې هم مړ شو،‌ باید جسد یې د پاکستان پارلمان ته راوړل شي او ودې ځړول شي.

د محکمې په پرېکړه کې راغلي دي: "د هغه جسد باید د دی په څلور لارې (د پارلمان د ودانۍ مخې ته) راوړل شي او د دریو ورځو لپاره دې هلته وځړول شي. "

څو ورځې مخکې ځانګړې محکمې پرویز مشرف د پاکستان سره د خیانت په تور په اعدام محکوم کړ.

دغې ځانګړې محکمې دا پرېکړه له هغه وروسته وکړه چې د پاکستان حکومت د پرویز مشرف د اعدام حکم تر پوښتنې لاندې راوست او وویل چې په دغې پرېکړې کې یې تېروتنه موندلې ده.

د حکومت دغه دریځ‌ داسې شکونه پیدا کړل‌ چې ګنې د پاکستان ملکي‌ حکومت د پوځ‌ او قضايي ځواک ترمنځ‌، د یو ننګه کوي.

له دې هر څه سره سره د جنرال مشرف مدافع وکیلانو ویلي دي چې د محکمې پریکړه نه مني او استیناف غواړي.

XS
SM
MD
LG