د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف د ملي خیانت په تور په اعدام محکوم شو


پروېز مشرف
پروېز مشرف

د پاکستان د تروریزم ضد ځانګړې محکمې د دغه هېواد پخواني پوځي مشر جنرال پرویز مشرف ته له هېواد سره د ملي خیانت په تور د اعدام سزا ورکړې ده.

د پاکستان دغه ځانګړې محکمې ښاغلي مشرف ته د اعدام سزا نن سې شنبه د (ډسمبر پر ۱۷مه) د لوی خیانت او اساسي قانون ماتولو په جرم اورولې ده.

د رویټرز خبري اژانس د پاکستان د یو حکومتي چارواکي سلمان ندیم له قوله ویلي: "پروېز مشرف د پاکستان د اساسي قانون ماتولو په تور د شپږمې مادې په اساس مجرم بلل شوی."

نوموړی په ۲۰۰۷ میلادي کال کې په هېواد کې د بېړني حالت اعلانولو له امله د لوی خیانت په تور محاکمه شوی دی.

جنرال پروېز مشرف په ۱۹۹۹ کال کې د کودتا له لارې په پاکستان کې د چارو واک په لاس کې واخیستې او وروسته د دغه هېواد ولسمشر شو.

ویل کېږي چې پروېز مشرف دا مهال له هېواد څخه بهر دی او تر دا مهاله یې د محکمې د حکم په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG