د لاس رسي وړ اتصالات

د پرویز مشرف خلاف د غدارۍ د قضیې پریکړه شوې


د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف
د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف

د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر پرویزمشرف خلاف د وطن سره د غدارۍ د قضیې پریکړه به د نومبر په ٢٨ نیټه اعلان شي.

د اسلام اباد یو ځانگړې محکمه چې د پخواني ولسمشر مشرف ضد د وطن سره د غدارۍ قضیه یې د تیرو څو کلونو راهیسې اوریدله، وایي چې پریکړه یې کړیده خو یوه اونۍ وروسته به یې د ولس سره شریکه کړي.

د مشرف مدافع وکیل د محکمې نه په درهم ځل هم غیر حاضر و، او د محکمې نه یې خواست کړیدی چې پریکړه دې وځنډوي خو محکمې دغه خواست رد کړیدی. محکمې وکیل ته ویلي دي چې د نومبر د ٢٦ پورې دې ورته خپل لیکل شوې دلیلونه حواله کړي.

د قاضیانو د دغه درې کسیزه هیت مشر وقار احمد سیټ په محکمې کې وویل چې د مشرف وکیل ولې غیر حاضر دی، نو هغه ته وویل شول چې وکیل رضا بشیر د عمرې د ادا کولو لپاره سعودي ته تللی دی.

د یادونې وړ ده د پخواني پوځي ولسمشر جنرال پرویز مشرف خلاف د وطن سره د غدارۍ قضیه د ٢٠١٣ کال نه روانه ده چې یو ځل پکې مشرف هم محکمې ته وړاندی شوی و.

د مشرف ضد د غدارۍ قضیه د مسلم لیگ (نون) حکومت پیل کړي وه. د ٢٠١۴ کال د مارچ په میاشت کې په مشرف په غدارۍ تورن شو او د هغې نه وروسته مشرف د ملک نه د باندې تللی دی.

د ملک نه د باندې د وتلو نه وروسته مشرف محکمې ته ندی وړاندی شوی. د پاکستان رسنۍ وایي چې مشرف د تیرو دوو کلونو نه سخت ناروغه دی او د دوبۍ په یو روغتون کې یې علاج کیږي.

اوس د اسلام اباد دغه ځانگړي محکمه وایي چې هغوي به د نومبر په ٢٨ پریکړه وکړي

XS
SM
MD
LG