د لاس رسي وړ اتصالات

د ټویټر نوي مالک د ټرمپ د ټویټر حساب بیرته فعال کړ


د ټوېټر نوی څښتن ایلن مسک وايي د یوې نظرپوښتنې په پایله کې یې د امریکا د پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ د ټویټر حساب بیرته فعال کړی دی.

مسک د شنبې په ورځ نومبر ۱۹ (لړم ۲۹) وویل چې په دې اړه پر ټویټر یوې نظرپوښتنې کې د هو او نه پوښتنې ته ۵۱،۲ سلنه کسانو هو ویلي دي. مسک د نظرپوښتنې له اعلان وروسته په ټویټر ولیکل چې "د خلکو غږ د خدای غږ دی".

د ټرمپ د ټوېټر حساب د ۲۰۲۱ کال د جنوري په شپږمه نیټه د امریکا په کانګرس د هغه د پلویانو د برید له امله بند کړل شوی و. ددغه برید پر وخت په کانګرس کې د ولسمشرۍ د ټاکنو رایي شمیرل کیدلې چې جو بایډن پکې ګټونکی اعلان شو.

تراوسه نده معلومه چې ټرمپ به ټویټر ته بیرته راشي که نه.

بلخوا حقوقپوهانو د ټویټر د زیات شمېر کارکوونکو له کاره د لیرې کولو په لړ کې ددغې شبکې د بشري حقونو د ټیم د لغو کولو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

د انټرنیټ د برخې کارپوهانو د ټویټر د بشري‌ حقونو د ټیم په لمینځه وړلو نیوکه کړې او اندېښنه یې ښولې چې دا به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ټویتر د استعمالوونکو حفاظت له ګواښ‌ سره مخامخ کړي.

خلک په ټویټر زیاتره وخت پوسټونه د دې لپاره هم کوي چې ځایي احتجاجونو او یا د بشري حقونو وضعیت ته نور متوجه کړي.

په ټویټر کې د بشري حقونو ټیمونه بیا په دې کار کوي چې داسې پالیسۍ جوړې کړې چې د بیان د آزادۍ ساتنه وشي‌ او په عین وخت کې د خلکو خصوصي حریم او حفاظت هم یقیني وي.

خو اوس چې ټویټر خپل ځینې کارکوونکي چې پکښې د بشري حقونو ټیمونه هم راځي له کاره لیري کړي دي، نو کارپوهان وايي‌ چې کیدای شي ددغې شبکې ځینو کاروونکو ته خطر متوجه شي.

د بخښنې نړیوال سازمان کارکوونکي، مایکل کلیمن وویل: "د دې مانا دا نه ده چې د بشري حقونو د ټیم په موجودیت کې له ټویټر څخه هیڅ ناوړه استفاده نه کیدله. خو موږ په تیرو څو کلنو کې پدې برخه کې د پرمختګ شاهدان وو او دا ویروونکې ده چې فکر وشي چې دغه ټیم دې بیخي موجود نه وي."

د هغه وخت څخه چې ایلن مسک د ټویټر کنټرول په لاس کې واخیست، دغه شبکه د ګډوډیو سره مخ شوه، سوداګریز اعلانونه یې کم شوي، او ځینې کاروونکو یې ددغې شبکې د پرېښودو ګواښ کړی دی.

مسک وايي‌ چې هغه غواړي چې ټویټر په اقتصادي‌ لحاظ په پښو ودروي. که څه هم هغه د ټویټر ځینې کارکوونکي له دندو لیري کړي دي، خو ددغې شبکې چلوونکي وايي‌ چې د محتویاتو په پالیسو کې یې تغیر نه دی راوړي.‌

ځینو کتونکو تشویش څرګند کړی دی چې د چین او ایران په څېر استبدادي رژیمونه ښايي ددغې شبکې له لارې د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي، او د ټویټر د اکاونټونو د تاییدولو له سیستم څخه ناوړه استفاده وکړي.

خو د ټویټر نوی مشر ایلن مسک بیا وايي‌ چې د جعلي اکاونټونو خلاف به اقدامات کوي.‌

ایلن مسک وویل: "موږ به په ډیر جدیت سره د بل چا په نامه اکاونټونه او فریبکاري تعقیبوو.‌.‌.‌که چیري‌ یو کس په فریبکاري‌ ګیر شو نو موږ به یې اکاونټ ورته بند کړو،‌ لږترلږه په موقتي توګه."

کارپوهان وايي‌ چې د اوکراین د جګړې په مهال د ټویټر د بشري‌ حقونو ډلې حکومتونه او حکومتي رسنۍ نه پریښودل چې د جنګي اسیرانو په اړه په ټویټر څه خپاره کړي او د هند په څېر د حکومتونو له خوا یې د محتویاتو د سانسورولو په خلاف مبارزه کوله.

د بشري حقونو د څار د ادارې څیړونکې، دیبورا براون وویل: "د دې نه بغیر چې یو ټیم موجود وي او سیمه ییز ټیمونه موجود وي څنګه به دا معلومه شي چې څه د نفرت په اساس بیان دی او یا داسې بیان دی چې تشدد راپاروي. موږ د یو خالی دفتر سره مخ یو چې پر پلاټفارم د ډیر تشویش پیدا کوونکو تحولاتو ته عکس العمل وښیي."

خو مسک وايي‌ د محتویاتو د څارنې دپاره د مشاورینو یوه ډله په کار ګماري. خو په ټویټر کې د بشري حقونو د څانګو د کارکوونکو د کار څخه ایستل بیا تشویشونه پیدا کړیدي.

د کلیفورنیا په پوهنتون کې د حقوقو استاد، دیویډ کې وویل: "که چیري تاسو په یوه داسې ټولنه کې چې حکومت یې استبدادي وي ژوند کوی، لکه سعودي او یا په اوسني هند کې.‌.‌.‌ نو تاسو به هیله مند یاست چې [د ټویټر] کمپنۍ به مو حفاظت وکړي،‌ [یانې] ستاسو معلومات به خوندي‌ وساتي.‌ ستاسو مستقیم پیغامونه به خوندي وي او تاسو به د بیان آزادي ولری او [کمپني به] تاسو د تشدد د ګواښونو نه وساتي."

خو اوس چې ټویټر غواړي چې پیسي جوړې کړې نو دا وروستي تغییرات به په ټویټر کې خلک دې ته وهڅوي چې له ټویټ‌ کولو وړاندې لومړی د خطراتو په اړه فکر وکړي.

XS
SM
MD
LG