د لاس رسي وړ اتصالات

متقي د مسکو فارمت غونډې ته: د سیمې د ناارامولو لویه دسیسه مو شنده کړې


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان د وضعیت د ارزولو په اړه د مسکو فارمټ غونډې ته ویلي، چې د طالبانو حکومت د سیمې د ناامنه کولو یوه لویه دسیسه له منځه وړې ده.

د مسکو فارمټ غونډه د جمعې په ورځ سپټمبر۲۹ (تلې اووم) د روسیې د فدراسیون د تاتارستان جمهوریت د کازان په ښار کې د روسيې، هند، ايران، قزاقستان، قرغیزستان، چين، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، اوزبیکستان او د طابانو د حکومت د یو پلاوي په ګډون جوړه شوې ده.

ښاغلي مقتي دې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت ټینګیدو ته په اشارې وویل: "په تېرو دوو کلونو کې موږ د خپل حکومت سیاسي، امنیتي او اقتصادي بنیادونو رغولو سره هممهاله د اشغالګرو په سیوري کې د روزل شویو فتنه‌ګرو ډلو پرخلاف مبارزه چټکه کړه او وتوانیدلو چي په ټول هیواد کې د داعش پټنځایونه په ډېر مسلکي ډول له منځه یوسو او د افغانستان په شمول د ټولې سیمې د امنیت پر خلاف د یوې سترې دسیسې وروستۍ هڅه هم شنډه کړو".

امیرخان متقي وویل، چې په تیره نیمه پیړې کې افغانستان د ځینو سیاسي، امنیتي، اقتصادي، ټولنیزو په ځانګړي ډول په کور دننه د مشروعیت د بحران سره مخ و، چې دغه هیواد یې د ګواښونو سره مخ کړ.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل، چې علمي او عملي تجربو وښوده چې د بحران اصلي ريښه د کورنیو مسئلو په اړه د خارجي نسخو، ماډلونو او فرمایشونو تطبیق وو چې د افغانستان جغرافیه، تاریخ، فرهنګ، دیني او ټولنیز ارزښتونه په کې له پامه غورځول شوي وو.

متقي ادعا وکړه چې طالبانو په افغانستان کې یو داسې نظام رامنځ ته کړی، چې هم ملي او هم دیني مشروعیت لري، چې له بندیزونو او د کوم جهت له مرستې او ملاتړ پرته يې جنګ ختم او ډاډمن امنیت رامنځته کړ.

ښاغلي متقي وویل: "حکومت مو مرکزي کړ، بودیجه مو خپلواکه کړه، له هیواده مو چا ته ګواښ پیښ نه شو، مخدره موادو سره مو مؤثره مبارزه وکړه، په حکومتي او خصوصي سکتور کې مو کاري فرصتونه پراخ کړل، عدالت ته لاسرسی هرې ولسوالۍ او کلی ته وغزیده، تجارت، ټرانزیټ او پانګونې لپاره مو آسانتیاوې رامنځته کړې... د خدماتو رسولو کې شفافیت تضمین کړ".

مولوي امیرخان متقي د تیر جمهوري نظام ړنګیدو یو علت د سیاسي واقعیتونو او ټولنیزو ارزښتونو له پامه غورځول وښودل.

هغه وویل: "موږ له ټولو هېوادونو، په ځانګړې توګه له خپلو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو هیله لرو، لکه څنګه چې موږ نورو ته د حکومتدارۍ د بڼې په اړه نسخې نه وړاندې کوو، دوی دې هم د افغانستان د حکومتدارۍ د بڼې په تړاو د نسخې وړاندې کولو پرځای د افغانستان اسلامي امارت (طالبانو حکومت) سره په هره برخه کې رسمي کار پیل ... د سیمې د ثبات او ښېرازۍ لپاره ددې تاریخي فرصت څخه د ټولو په ګټه اعظمي استفاده وشي".

امیرخان متقي په خپلو څرګندونو کې د چین څخه ددې له امله مننه وکړه، چې د طالبانو حکومت ته یې خپل نوی سفیر معرفي کړی دی.

ښاغلي متقي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي که طالبان چیرې خپل مکلفیتونه په ښه ډول ترسره کړي او د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره لازم شرایط چمتو کړي روسیه کیدای شي په راتلوونکي کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني.

کابلوف وویل: "طالبان باید د یو ټول شموله توکمیز سیاسي حکومت د جوړولو غوښتنې ته ځواب ووايي. که دوی دا ګام پورته کړي، د روسیې لپاره به زمینه برابره شي چې ممکن د طالبانو رژیم په رسمیت وپیژني."

کابلوف د طالبانو په حکومت کې د نورو قومونو د شریکولو په اړه وویل: "دا چې طالبان نه غواړي واک له بل چا سره شریک کړي د درک وړ دي. سربېره پر دې د بریالیتوب څځه د هغوی شور او زوږ لا ندی کم شوې. خو که طالبان غواړي چې د یو مسوول ځواک په توګه عمل وکړي، دوی باید جوړجاړی وکړي."

د افغانستان لپاره د مسکو غونډې له ۲۰۱۷ کال راهیسې هر کال جوړېږي. د ۲۰۲۲ په نومبر کې دا غونډه د طالبانو د استازو له ګډون پرته جوړه شوې وه، خو د ۲۰۲۱ کال غونډې ته د طالبانو استازي بلل شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG