د لاس رسي وړ اتصالات

کابلوف: افغانستان کې د وضعیت ترینګلتیا له طالبانو د پښتنو ناراضیتوب زیاتوي


د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف خبرداری ورکړی، چې که په افغانستان کې وضعیت خراب شي، له طالبانو څخه به د پښتنو نارضایتي زیاته شي.

کابلوف د روسیې له ار تي آی رسنۍ سره په مرکه کې چې د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۸ (تلې شپږ) خپره شوه، ویلي: "داسې ځواک نشته چې په ملي کچه طالبان وننګوي. خو تل به همداسې نه وي. مونږ رښتیني یو او طالبانو ته دا روښانه کوو چې که د پښتنو ټولنیز-اقتصادي حالت چې د طالبانو د ملا تیر دی، خراب شي، واټن به لاپسې زیات شي."

کابلوف وویل چې ژر یا وروسته به ډیر ځپل شوي قومي ډلې مقاومت پیل کړي او دا وضعیت به په راتلونکي کې په "یو ډول کورنۍ جګړې" بدل شي.

دغه روسي دپلومات ويلي، که طالبان خپل مکلفيتونه په سمه توګه سرته ورسوي او د مشروعيت د ترلاسه کولو شرايط پوره کړي، ښايي روسيه په راتلونکي کې د دغې ډلې حکومت په رسميت وپېژني.

کابلوف وویل: "طالبان باید د یو ټول شموله توکمیز سیاسي حکومت د جوړولو غوښتنې ته ځواب ووايي. که دوی دا ګام پورته کړي، د روسیې لپاره به زمینه برابره شي چې ممکن د طالبانو رژیم په رسمیت وپیژني."

په واک کې شراکت

کابلوف د طالبانو د یو توکم او یوې ډلې حکومت ته په اشارې سره وویل: "دا چې طالبان نه غواړي واک له بل چا سره شریک کړي د درک وړ دي. سربېره پر دې د بریالیتوب څځه د هغوی شور او زوږ لا ندی کم شوې. خو که طالبان غواړي چې د یو مسوول ځواک په توګه عمل وکړي، دوی باید جوړجاړی وکړي."

له کابلوف سره دا مرکه د افغانستان لپاره د مسکو فارمټ له غونډې پوره یوه ورځ مخکې خپره شوه. د مسکو غونډه چې د جمعې په ورځ د سپټمبر په ۲۹ د روسیې د تاتارستان په مرکز کازان ښار کې جوړیږي، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان پر عمومي وضعیت، د یو ټول شموله قومي-سیاسي حکومت پر جوړیدو، بین الافغاني پخلاینې، سیمه ییز امنیت او د افغانستان په بیارغونه تمرکز کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د مسکو اوسنۍ غونډې ته د امریکا استازي نه دي بلل شوي او په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر ویلي چې متحده ایالاتو د مسکو فارمټ غړیتوب نه لري او د هغه په وینا "د متحده ایالاتو استازی به په دې غونډه کې ګډون ونه کړي."

کابلوف وویل چې د مسکو په غونډه کې د طالبانو له پلاوي پرته بل هېڅ افغان ډله نه ده بلل شوې. هغه وويل: "له طالبانو پرته مو بل هیڅ چا ته بلنه نه ده ورکړې. دا لا څرګنده نه ده چې مونږ له هغوى [طالبانو] سره څوک نژدې کړو. په اصل کې د طالبانو ټول مخالفين اوس تښتېدلي دي. ټول تښتېدلي او خپل هېوادوال او خپل قومیان یې خپل برخلیک ته پریښي دي."

سره له دې چې د افغانستان په چارو کې د روسیې استازی طالبان په افغانستان کې یوازینی حاکم ځواک ګڼي، د طالبانو مخالفو جبهو په تېرو دوو کلونو کې د دغې ډلې پر وړاندې نښتې کړې دي، خو له دغو ډلو څخه یوه هم نه ده توانېدلې چې د ولسوالیو او ولایتونو په څیر یو مهم او ستراتیژیک ځای ونیسي.

د طالبانو د مخالفانو غبرګون

د افغانستان لپاره د مسکو له غونډې دوه ورځې مخکې، د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا، چې په عمومي توګه د افغانستان د پخوانيو جهادي مشرانو څخه جږو شوی يو ايتلاف دی، د مسکو د غونډې له تنظيموونکو غوښتي چې د افغانستان د روان بحران د هواري لپاره د ملګرو ملتونو او ښکیلو هیوادونو په ګډون يوه سيمه ييزه غونډه دې جوړه کړي.

دغې شورا په یو بیان کې له طالبانو سره خبرې یو طرفه او له یوې افراطي ډلې سره تعامل بللی او د طالبانو د واکمنۍ دوام یې د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ بللی دی.

له بلې خوا د مسکو فارمټ د مشورتي غونډې څو اونۍ وړاندې د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د مسکو په بلنه روسیې ته تللی و او د روسیې د پارلمان په مقر کې یې د روسیې د یو سیاسي ګوند له مشر سره وکتل.

کابلوف دا هم ویلي، چې اوس په مسکو کې د افغانستان سفارت د شارژدافیر له خوا پرمخ وړل کېږي، ځکه د ده په وینا مسکو د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او له همدې امله نشي کولی د طالبانو سفیر ومني.

د طالبانو ډله په روسیه کې د تروریستي سازمانونو په لست کې شامله ده او کابلوف له آر ټي آی سره په مرکه کې منلې چې د مسکو په غونډه کې به د روسیې د تروریستي سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د ایستلو په اړه کومه پریکړه ونه شي. هغه وویل، "د دې ډول اعلامیو تمه نه کېږي."

یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې د مسکو د فارمټ د جمعې د ورځې غونډه به د دې فارمټ د نورو غونډو په څېر کومه ځانګړې پایله ونه لري. د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي په دې باور دی چې روسیه په عمده توګه د افغانستان په چارو کې د ځان د څرګندولو لپاره دغه غونډه جوړوي.

د مسکو په غونډه کې د روسیې، چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان استازي ګډون لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG