د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د افغانستان د ځانګړي‌استازي ‌د ټاکلو لپاره هڅې روانې دي


د ملګرو ملتونو د مشر ویاند سټیفن دوجاریک
د ملګرو ملتونو د مشر ویاند سټیفن دوجاریک

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ستیفن دوجاریک وايي چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو په اړه هڅې روانې دي، خو طالبانو یو ځل بیا له دغه کار سره مخالفت کړی دی.

دوجاریک د دوشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د افغانستان لپاره «د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو بهیر روان» دی، خو په دې اړه یې نور معلومات ورنه کړل.

د ملګرو ملتونو دغه ویاند وویل چې په دې اړه نور پرمختګونه به ژر خپاره کړي، خو دقیقه نېټه یې ونه ښوده.

طالبان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکل کېدو مخالف دي‌ او وايي چې د یوناما په موجودیت کې د بل استازي د ټاکلو اړتیا نه شته.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دوجاریک له څرګندونو وروسته نن وویل چې د نوي استازي ټاکلو ته ضرورت نه شته.

فطرت د افغانستان راډیو تلویزون ته،‌ چې طالبان یې کنترولوي، وویل: «افغانستان اوس له جګړه ییز او بحراني حالت راوتلی دی او اړتیا نشته چې ملګري ملتونه د یوناما په شتون کې استازی وټاکي.»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۲۹ نېټه یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې په کې له طالبانو سره د تعامل د یو ځانګړي استازي د ټاکل کېدو وړاندیز شوی و.

دا پرېکړه لیک د ۱۳ رایو په توافق سره منل شوی و. روسیې او چین ممتنع رایې ورکړې ورکړې.

طالبان وایي په دغه پرېکړه لیک کې د هغوی سره مشوره نه ده شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG