د لاس رسي وړ اتصالات

د میانمار خونړۍ مظاهرې: پولیسو ۱۳ کسان په ډزو وژلي 


یوه ورځ وروسته له هغې چې د میانمار ګاونډیو هیوادونو ددې هیواد د کړکیچ د حل لپاره د مرستې وړاندیز وکړ، د میانمار امنیتي ځواکونو د پوځي کودتا ضد مظاهره کوونکو باندې ډزې وکړې، لږ تر لږه ۱۳تنه یې ووژل او په سلګونو نور يې ټپیان کړل.

عیني شاهدانو ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د خبرداري لږ وروسته په څو ښارونو کې پر اعتراض کوونکو مستقیمې ډزې کړې دي.

داسې ښکاري چې پوځي حکومت د فبرورۍ د لومړۍ نیټې د کودتا پر ضد اعتراضونو د مخنیوي لپاره چې ملکي حکومت یې وپرځاوه ټینګ هوډ کړی دی.

د میانمار یو مدني فعال تینزار شنلي د رویترز اژانس ته وویل: "دا وحشتناک حالت دی، دا ډله ییزه وژنه ده. هیڅ یوه کلیکه زمونږ وضعیت او احساسات نشي انځورولی."

رویترز رپوټ ورکړی چې د واکمنې پوځي شورا د پولیسو ویاند د وروستیو مظاهرو په اړه د تبصرې نه ډډه کړې ده.

د دغو پيښو په ترڅ‌ کې ډیره مرګ ژوبله په مرکزي ښار مونیوا، کې شوې ده – څلور نارینه او یوه ښځه – وژل شوي دي. همداشان د شاهدانو په وینا درې تنه په پلازمینه یانګون ښار کې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.

په میانمار کې د پولیسو له تاوتریخوالي ډک دغه چلند پراخ نړیوال غبرګونونه زیږولي دي.

XS
SM
MD
LG