د لاس رسي وړ اتصالات

په میانمار کې د مظاهرو خونړۍ ورځ؛ ۱۸ تنه وژل شوي


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر رپوټ ورکړی چې په میانمار کې د پوځي کودتا ضد مظاهره کوونکو باندې د پولیسو په ډزو کې لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي او په لسګونو ټپیان شوي دي.

د رپوټونو له مخې د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۸ (کب ۱۰) پولیسو په پلزمینه یانګون او نورو ښارونو کې د مظاهره کوونکو د خورولو په مقصد هغه وخت په مستقیو ډزو لاس پورې کړ چې دودي بمونو، اوښکې بهونکي ګاز او هوایي ډزو کار ونکړ.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: "پولیسو او پوځیانو د مظاهره کوونکو سره نښتې کړي او پر هغوی يې وژونکې قوه استعمال کړې، چې په نتیجه کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه ژوبل شوي دي."

په میانمار کې د څو اونیو راهیسې د پوځي کودتا پر وړاندې مظاهرې روانې دي. د فبرورۍ د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه چې پوځ د چارو واک تر لاسه کړ او د آنګ سان سو چې په ګډون د منتخب حکومت مشران یې بندیان کړل پدغه هیواد کې ګډوډي او بې نظمي رامنځ ته شوې ده.

پولیسو د یکشنبې په ورځ د میانمار د پلازمینې یانګون په ګډون د هیواد په مختلفو ښارونو کې د اعتراض کوونکو پر وړاندې له زور زیاتي کار اخیستی او پر مظاهره کوونکو باندې یې ډزې کړي دي.

ددې هیواد د عیسوي کاتولیکانو یو مذهبې مشر چارلس ماونګ بو په خپل ټویټر لیکلي دي چې: «میانمار د جګړې په ډګر بدل شوی دی».

پدې ترڅ کې د میانمار پوځي مشرانو په ملګرو ملتونو کې ددې هیواد سفیر کیاو موی تون، وروسته له هغې له کاره ګوښه کړ چې د ملګرو ملتونو څخه یې د میانمار د پوځي کودتا د شنډولو لپاره د هر ډول «ضروري افدام» غوښتنه وکړه.

هغه په نیویارک کې د رویترز اژانس ته ویلي: «ما تصمیم نیولی هر څومره چې کولی شم [د کودتا] پر ضد به مبارزه وکړم.»

لویدیځو هیوادونو د میانمار کودتا غندلې او یو شمیر هیوادونو پر پوځي مشرانو باندې یو شمیر محدود بندیزونه لګولي دي، خو جنرالانو ددغه ډول دپلوماتیک فشار پروا نده کړې.

XS
SM
MD
LG