د لاس رسي وړ اتصالات

د میانمار پوځ لسګونه روهنګیايي مسلمانان نیولي


د بنگله دیش په یو کمپ کې روهینگیایي مهاجر
د بنگله دیش په یو کمپ کې روهینگیایي مهاجر

په میانمار کې مقاماتو ویلي چې ددې هیواد په جنوبي سواحلو کې یې په یوې بېړۍ کې ١٧٣ روهینگیایي مسلمانان نیولي دي.

دغه خبر پداسې حال کې خپریږي چې پدې وروستیو کې د میانمار په اړه خپاره شوي رپوټونه ښیي چې روهینگیایي مسلمانان په میانمار کې د قانوني تعقیب له ویرې له دې هیواد نه په ډله ییزه توگه تښتي.

د میانمار د پوځ یو ویاند وویل چې په نیول شویو کسانو کې ۲۲ ماشومان هم شامل دي. هغه د رویترز اژانس ته وویل چې د نیول شویو کسانو بشري حقونو ته به پاملرنه وکړي.

د میانمار د پوځ د عملیاتو په نتیجه کې په ٢٠١٧ کال کې څه دپاسه ۷۳۰ زره روهینگیایي مسلمانان د میانمار نه بنگله دیش ته وتښتیدل. د ملگرو ملتونو د سازمان پلټونکو ویلي چې په ٢٠١٧ کال کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې "ډله ییزې وژنې او جنسي تیري" هم شوي دي.

شاوخوا ۶۰۰ زره روهینگیایي مسلمانان لا هم په میانمار کې ژوند کوي چې د رپوټونو له مخې د سفر کولو او تگ راتگ او همداشان روغتیایي خدمتونو ته د لاس رسي له سختو محدویتونو سره مخامخ دي.

تیره اونۍ د روهینگیایي مسلمانانو د "نسل وژنې" د ادعاو د څیړلو لپاره د لاهه محکمه پیل شوه چې

د میانمار مشرې آنگ سان سو چي هم په کې گډون کړی و.

میرمن سوچي چې پخوا د بشري حقونو له مدافعینو څخه وه او د میانمار د پوځ په وړاندې د مبارزو په خاطر ورته د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوې وه، پدغې محکمې کې د میانمار د پوځ له لورې د روهینگیایي مسلمانانو سره د بد چلند تورونه رد کړل.

هغې وویل که پدې هکله دقیق شواهد وي، د عاملانو په وړاندې به یې اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG